د رایو تر تصفیې وروسته به راتلونکې شنبه د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلي اعلان سي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، مرکزي سیسټم ته د رايي اچوني څه باندي ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بایومېټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ سي.

تر دې وروسته به د بایومېټریک معلوماتو لرونکو او نه لرونکو رایو تصفیه او بېلول پیل سي چي د کمېسیون د چارواکو په خبره تر دوو یا درو ورځو به وخت ونیسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د رایو د تصفیې تر بهیر وروسته د راتلونکي شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلي اعلان کړي.

سر له ننه څلور ورځي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان ته پاته دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په پام کي لري په دې لږه موده کي دوه لوی کارونه یو په بل پسې وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون ویلي چي رايي اچوني له ۲۲ زره او ۵۸۰ محلونو بایومېټریک معلومات د رایو جمع بندۍ مرکزي سیسټم ته انتقال سوي دي چي څه باندي یو مېلیون او ۷۳۰ زره رایي کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...