رپوټ: غلام فاروق رسولي
یوشمېر هرات مېشته اوسېدونکي وایي د امنیتی ځواکونو څخه ملاتړي دي او هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چي د هغوی کړني تر پوښتني لاندي راولي.
په دې کسانو کي چي ډېری یې مدني فعالان دي د ولسی جرګې د غړو وروستۍ کړنه چي د امنیتی ځواکونو د تلاښۍ په غبرګون کي ئې کړې وه، وغندله او هغه یې یو قانون ماتوونکی اقدام وبلی.
دا کسان چې د اعتراض په توګه سره ټول سوی وایي هیڅوک تر قانون لوړ نه دي.
دوی وایي نور د زور ویلو وخت تېر دئ او باید قانون پر ټولو وګړو په یو شان تطبیق سي.
دوی د ټولو خلګو غواړي چي د امنیتی ځواکونو ملاتړ ته را ودانګي او هغوی
یوازي پرې نه ږدي.
دا کسان په داسي حال کي په هرات کي اعتراضي غونډه کوي چي یو شمېر وکیلانو دوې شپې
دمخه د یوه وکیل د ساتونکي د بې وسلې کېدو او و خپل ځانو ته د بې احترامۍ په
غبرګون کي د شپې پر ۱۱ نیم بجو بېړنۍ غونډه وکړه او د کورنیو چارو وزیر یې د
سپیناوي له پاره ور وغوښته.
د ویلو ده چي یو شمېر وکیلانو د کورنیو چارو وزارت دامنیتی معین خوشحال سعادت د استعفا غوښتنه هم کړې وه چي د یو شمېر خلګو د غبرګون سره مخ سوه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون