رپوټ: جواد داوري
په لښکرګاه کي د خلګو بیروبار او پر سړکونو د رېړیو او لاسي پلورونکو له امله سړکونه بندوي، ترافیکي پیښي کیږي او آن تر دې چي پر ځینو جادو د زیات بندښت له امله تګ راتګ کم سوی دئ.
د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي وايي، دا چي د ښاروالي خپله بودجه لږ ده، نو نه سي کولای معیاري ځای جوړ کړي، له دې امله د خصوصي سکټور په مرسته د لښکرګاه ښار په یوه مهمه سیمه کي د لاسي پلورونکو او رېړیو له پاره ځانګړی مارکېټ او پلورنځای جوړوي، تر څو هغه جادې چي اوسمهال د همدې کسانو له امله بندي سوي، خلاصي کړي او ترافیکي پیښې را کمي کړي.
دی وايي د لښکرګاه ښار د نظم او منظمو ښاري خدمتونو له پاره یې پلانونه جوړ کړي دي، داچي ښاروالې امکانات نه لري نو غواړي د تجارانو او پانګوالو په مالي مرسته معیاري ځایونه جوړ کړي.
په ورته وخت کي هټیوال د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلی کوي او غوښتنه لري چي د ټولو کاروباریانو ورته معیاري ځایونه جوړ سي، تر څو هر څوک وکولای سي د اړتیا مطابق د توکو د رانیولو له پاره مشخصو ځایونو ته مراجعه وکړي.
دوی وايي اوس دې رېړیو ښاري نظم ګډوډ کړی، خو داچي د لیري پرتو ولسوالیو څخه لښکرګاه ته د نا امنیو له امله خلګ راغلي دي، نو مجبوره دي چي په ورته کوچیني کاروبار خپلي کورنۍ اقتصادي اړتیاوي پوره کړي.
تردې دمخه هم څو ځلي ښاروالۍ هڅه کړې چي د عمومي سړکونو څخه د ترکاریو او سبزیجاتو رېړۍ لیري کړي، خو داچي د بیکاري کچه لوړه ده نو خلګ مجبوره دي چي خپلي اقتصادي اړتیاوي له دې لاري پوره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون