د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي چي د پارلمان غړي د ولس استازي او د قانون جوړوونکي دي، دوى تر بل هر چا د قانون په ارزښت پوهيږي او په عملي کېدو کي دې مرسته وکړي.
د ملي امنيت شورا له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي حمدالله محب د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او پولیسو ترمنځ د رامنځته سوي وروستۍ لانجې په اړه له ځينو وکيلانو او د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کي د ملي امنيت سلاکار ټینګار کړی چي هيڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري او پولیس مکلف دي چي قانون پر ټولو يو ډول پلی کړي.
مُحب د کورنیو چارو له وزیر او ستر امنيتي مرستيال سره په کتنه کي له هغوی غوښتي، څو امنیتي منسوبین دغه ټکي ته متوجه کړي، چي د ستونزي د ایجاد پر مهال له نرمښت او سم چلنده کار واخلي.
د يادوني ده، چي دوې شپي دمخه د کابل د پل چرخي په سيمه کي د پوليسو له خوا د وکيلانو د موټرو د تلاشۍ پر مهال شخړه سوې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون