د انتخاباتو کمېسیون له بایومېټریک دستګاوو څخه مرکزي سيسټم ته د معلوماتو لېږد رسماً پیل کړ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د یکشنبې په ورځ ناوخته یې له بایومټریک دستګاوو څخه مرکزي سيسټم ته د معلوماتو د لېږد بهیر رسماً پیل کړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس وايي، د کاندیدانو څارونکي په ځینو برخو کي د دوی د کارونو د چټکتیا په وړاندي خنډ سوي او له همدې کبله دوی د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان له پاره د چمتووالي په مهالويش کي وروسته پاته دي.

د نوموړي په وینا، مرکزي سيسټم ته د معلوماتو د لېږد له پاره درې ورځي د کاندیدانو له څارونکو سره په همږغۍ او د هغوی په قناعت تېري سوي او بالاخره وتوانېدل چي د یکشنبې د ورځي ناوخته د معلوماتو د لېږد دا بهیر د څارونکو په وړاندي رسماً پیل کړي.

تر دې دمخه د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون یوه کمیشنر محمد عبدالله ویلي وه، چي د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلي به څو ورځي وځنډېږي.

محمد عبدالله ټینګار کړی وو چي دوی نه سي کولای چي د انتخاباتو د ملي پروسې شفافیت تر سرعت قرباني کړي.

د هغه مهالوېش له مخي چي د انتخاباتو خپلواک کمېسون خپله اعلان کړی، باید د تلي پر ۲۷ مه نېټه د ولسمشرۍ د سوو انتخاباتو لومړني نتایج اعلان سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...