رپوټ: مهتمم صالح د تلي ۱۳مه د ښوونکي نړيواله ورځ ده، چي د دوشنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي هم د دغي ورځي د لمانځلو مراسم جوړ سوي وه. د کندهار د پوهني رئیس محب احمد روښان و ویل، دوی د پوهني د پیاوړتيا په له پاره هلي ځلي پیل کړي دي، تر څو په دغه رياست کي ...
Read More »په کندهار کي د دوو ماین جوړوونکو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان نيول سوي دي
رپوټ: نقیب الله صدیقي د کندهار د امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېره یوه اوونۍ کي ۱۱ وسله وال طالبان نیولي، چي په ښار او ولسوالیو کي یې د دولت پر ضد فعالیتونه کول. د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وایي، په دغه کسانو کي یوه اووه کسیزه ډله غلچکي بریدګر، دوه جنګي طالبان او دوه ماین جوړونکي شامل دي، چي ...
Read More »د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر فشار لاندي دئ چي د انتخاباتو پایلي ژر اعلان کړي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو نوماندانو تر فشار لاندي دي تر څو د انتخاباتو پایلي ژر اعلان کړي. د دغه کمېسیون چارواکو په کابل کي له ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو غوښتي چي د ټاکنو له نوماندانو وغواړي چي پر دوی دي فشار نه راوړي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشري حوا علم نورستانۍ ...
Read More »د غزني پوهنتون په یوه صنف کي چاودني ۱۹محصلان ژوبل کړي دي
د غزني د والي دفتر وايي، د دې ولایت د پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي په یوه صنف کي چاودني ۱۹ محصلان ټپیان کړي دي. د والي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، په ټپیانو کي ۱۲ نجوني او ۷ نارینه شامل دي. په اعلامیه کي راغلي چي ټپيان د غزني ملکي روغتون ته استول سوي ...
Read More »په ارغستان کي له اتيا څخه د زياتو کوچني چیک ډېمونو او حوضونو د جوړېدو کار جريان لري
رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي کي د کرهڼي او سندئيزي حوزې مسئولين وايي، دوی د اوبو د مهار له پاره په ولسواليو کي کوچني چيک ډېمونه جوړوي تر څو هم د دغه اوبو څخه کرهڼيزي مځکي برخمني سي او د اوبو په پیدا کېدو کي کومک کولای سي. د کندهار د کرهڼي رئیس سيدحافظ الله سعيدي وايي، د کرهڼي ...
Read More »د ټاکنو خپلواک کمېسیون: کابل ته د حساسو ټاکنیزو موادو د انتقالولو بهیر بشپړ سو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، پرون شپه له ټولو ولایتونو څخه مرکز کابل ته د حساسو ټاکنیزو موادو د انتقالولو بهیر بشپړ سو. د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چي په یادو موادو کي، محافظتي کڅوړي او بایومیټریک وسایل شامل دي، چي د ملي او نړیوالو مشاهدینو او ناظرینو په حضور کي به خلاص او د پروسس له پاره ...
Read More »د بهرنیو چارو وزارت: په پاکستان کي د طالبانو خبري د سولي له بهیر سره هيڅ تړاو نه لري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبان د ډلي وروستی سفر د دوو امریکایانو چي د طالبانو په ولکه دي، د خوشي کولو په اړه خبري بولي. د بهرنیو چارووزارت سیاسی معین ادریس زمان ویلي، هغه خبري چي ممکن اوس هم په اسلام اباد کي روانی وي، د سولي له بهیر سره هيڅ تړاو نه لري. ...
Read More »پاکستان ته د طالبانو پر تګ د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته سوی دئ
پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي سفر په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته سوی دئ. د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دغه پلاوى تېره اوونۍ اسلام اباد ته په سفر تللى او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، د امريکا ...
Read More »سږ کال له ترکيې څخه ۱۴ زره افغانان بیرته افغانستان ته را استول سوي دي
ملګري ملتونه وايي د روان کال له پیله نږدې ۱۴ زره افغانان له ترکیې څخه ایستل سوي او افغانستان ته لېږل سوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون دفتر اوچا OCHA په خپله اونیزه خبرپاڼه کي ویلي، چي د سپټېمبر تر درېیمي ۱۳۹۰۰ افغانان له ترکیې او محدود شمېر نورو اروپايي هيوادونو څخه افغانستان ته استول سوي ...
Read More »د ارغنداو اوسېدونکي: سږکال د انارو حاصلات د پروسږ کال په پرتله کم سوي دي
رپوټ: مهتمم صالح که څه هم پروسږ کال په کندهار کي وچکالي وه، خو په دغه ولايت کي د انارو حاصلات زيات سوي وه، خو سږکال د انارو باغداران وايي، د پروسږ کال په پر تله د انارو حاصلات کم سوي دي. دوی وايي، په پسرلي د هوا د يخوالي له امله انارو د شپتې په نوم مرض کړی دئ، ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون