رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي کي د کرهڼي او سندئيزي حوزې مسئولين وايي، دوی د اوبو د مهار له پاره په ولسواليو کي کوچني چيک ډېمونه جوړوي تر څو هم د دغه اوبو څخه کرهڼيزي مځکي برخمني سي او د اوبو په پیدا کېدو کي کومک کولای سي.
د کندهار د کرهڼي رئیس سيدحافظ الله سعيدي وايي، د کرهڼي وزارت له خوا په ارغستان ولسوالۍ کي له اتیا څخه زياتي پروژې د اوبو د مهار له پاره جريان لري، چي اتيا سلنه کار يې پایته رسېدلی دئ.
دوی وايي، په دغه پروژو کي کوچني چيک ډېمونه، خاورين حوضونه او دغه راز د کانالونو جوړول شامل دي.
سعيدي زياتوي، ارغستان د وچ اقليم لرونکې ولسوالي ده، چي په دغه ولسوالۍ کي د اوبو مهارول د کرهڼي او باغدارۍ له پاره ډېر مهم دي، تر د دغه ولسوالۍ سلګونه کارېزونه بیا ژوندي سي.
بلخوا د کندهار د ارغنداب رود سندئيزي حوزې رئیس توريالی محبوبي وايي، دوی په څو بېلابیلو ولسواليو کي د نهو چيکډومنه سروې او ډيزاین کړی دئ، چي د درو کار به په راتلونکي کال کي پیل سي.
دی وايي، دغه درې چيک ډېمونه به په ارغنداب، تخت پل او ښورابک ولسوالیو کي جوړ کړل سي.
دی وايي، دغه راز نور شپږ چيکډېمونه چي د سروې او ډيزان کار يې بشپړ سوی په ارغنداب، بولدک، تخت پل، دامان، ارغستان، او ميوند ولسواليو کي دي، چي د کرهڼي په برخه به ډېر ګټور تمام سي.
د کندهار د سندئيزي حوزې رئیس وايي، دغه راز د کندهار د دهلې بند چي یوه لویه پروژه ده په راتلوونکو څو مياشتو کي به د ارتفاع لوړېدو چاري هم پیل سي، چي تخنيکي کارونه يې پای ته رسېدلي او پیسې هم رسېدلي دي.
دی وايي، دغه پروژه د شاوخوا اته سوه ميلونه ډالرو په ارزښت ده، چي د برېښنا، پاکو اوبو، د بند د ارتفاع لوړېدل او په اوو ولسواليو کي به کانالونه هم ورغول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون