ملګري ملتونه وايي د روان کال له پیله نږدې ۱۴ زره افغانان له ترکیې څخه ایستل سوي او افغانستان ته لېږل سوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون دفتر اوچا OCHA په خپله اونیزه خبرپاڼه کي ویلي، چي د سپټېمبر تر درېیمي ۱۳۹۰۰ افغانان له ترکیې او محدود شمېر نورو اروپايي هيوادونو څخه افغانستان ته استول سوي دي.
د اوچا په خبرپاڼه کي همداراز یادونه سوې چي د سږني کال له پیله له دوه لکه دوه اتیا زره زیات خلک د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښېدلو ته مجبوره سوي دي.
خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د ارقامو په حواله زیاتوي چي په ۲۰۱۸م کال کي د افغانستان په لوېدیځ کي د ۲۴۵ زره بيځایه سويو له ډلي شااوخوا ۶۳ زره یې د پروسږکال وچکالۍ له کبله د خپلو مېنو پرېښولو ته مجبوره سوي دي، چي د جګړو او بېوزلۍ له کبله بيرته خپلو کورونو ته هم نسي ستنېدلای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون