راپورونه

په کندهار کي سرې میاشتي په روان کال کي ۴۵ هغه کوچنيان تداوي کړي چي زړونه يې سوري وه

رپوټ: مهتمم صالح د تلي د مياشتي اخیري اوونۍ د سرې مياشتي د اوونۍ په نوم ده، چي د تيرو ۶۷ کلنو راهيسي په افغانستان کي لمانځل کيږي. د دغه اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کي د دغه رياست رئیس احمد جاوید نېکزاد وويل، دوی په راتلوونکو شلو ورځو کي په جنوب غرب حوزه کي ۳۳ کلينيکونه پرانيزي. دی وايي، ...

Read More »

په کندهار کي د پوهني په برخه کي د ظرفیت لوړوني دوه ورځی سيمینار پیل سو

رپوټ: نقیب صدیقي په کندهار کي د ودان مؤسسې مسئول صدیق احمد رومان يې هڅه کوي، چي د CBA یا ظرفیت لوړوني پروګرام له لاري د ښو ښوونیزو خدمتونو رسولو په برخه کي هڅي زیاتي کړي. هغه په کندهار کي په دې اړه په جوړ سوي سيمینار کي وویل، د ولایت په کچه به لویه کمېټه جوړه کړي، چي د ...

Read More »

را روانه شنبه د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلي نه اعلانیږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ښايي د مېزان ۶مي د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلي پر خپل وخت اعلان نه سي. په پام کي وه چي کمېسیون د رارواني شنبې په ورځ ابتدايي پایلي اعلان کړي. د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي امکان سته چي د ابتدايي پایلواعلان وځنډيږي. ښاغلي ابراهیمي وویل چي د بایومېټریک ...

Read More »

د شهید عبدالرازق د شهادت د لومړي تلین په یاد په کندهار او بېلابیلو ولایتونو کي ختمونه وسول

د شهيدسترپاسوال عبدالرازق د شهادت د لومړي تلين په یاد دکندهارپه امنيې قومندانۍ اويوشميرامنيتي حوزوکي د قرآن کريم ختمونه وسول. د دوعاګانو او ختمونو په دغه مراسمو کي د ملي پوليسو د مسئولينو او منسوبينو ترڅنګ په سلګونو ځايي اوسېدونکو هم ګډون درلود او د شهيد د روح ته يې د خوښۍ له پاره دوعاګاني وکړې. د کندهار دامنيې قومندانۍ ...

Read More »

قومي مشران: امنيتي ځواکونه دي د جنرال عبدالرازق لار تعقيب کړي تر څو د هغه غوندي بريالي وي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار پنځلسمي حوزې اوسېدونکو د جنرال عبدالرازق د لومړي تلين د لمانځلو په خاطر د هغه د اروا د خوښۍ لپاره د قران کريم ختم وکړ. د کندهار اوسېدونکي وایي امنيتي ځواکونه دي، د شهيدجنرال عبدالرازق پر قدم قدم کښېږدي او د هغه لار دي تعقيب کړي، تر څو د هغه غوندي بريالي ثابت سي. دوی ...

Read More »

په کندهار کي د پوهني ریاست له خوا د لاس پرېمینځلو نړیواله ورځ و لمانځل سوه

رپوټ: نقیب صدیقي په کندهار کي نن د لاس پرېمینځلو نړیواله ورځ د (پاک لاسونه د ټولو له پاره) په نامه د پوهني ریاست او عامي روغتیا ریاست له خوا ولمانځل سوه. په کندهار کي د یونیسيف نړیوالي ادارې استازي محمد عيسی رحمان په دې اړه جوړي سوي غونډي ته وویل، په افغانستان کي د کوچنیانو د وژني دوهم لوی ...

Read More »

یوناما: په تیرو ټاکنو کي ۴۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د یوناما موندني ښيي، پر ټاکنيز بهیر په سوو بریدونو کي ۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او يواځي د ټاکنو په ورځ ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۲۴۹ ټپیان دي چي یو پر درېیمه یي ماشومان دي. د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره د تلي پر شپږمه ټاکني وسوې؛ خلګو په دغو ټاکنو کي ۱۳ نوماندانو ته رایي ...

Read More »

ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چي په سوریه کي خپل پوځي عملیات په بېړني ډول ودروي

د ټرمپ مرستیال مایک پنس وايي چي د امریکا ولسمشر د ټليفون له لاري له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره خبري کړي دي. د امریکا مرستیال ولسمشر وايي چي د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو منځګړیتوب له پاره به ډېر ژر سيمي ته سفر وکړي. وړاندي د امریکا ولسمشر ویلي چي شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي سرتيري به چي ...

Read More »

په کندهار کي د وچي مېوې بسته بندۍ په نړیوال مارکېټ کي خپل ارزښت زیات کړی دئ

رپوټ: نقیب صدیقي د افغانستان وچه مېوه چي، په نړیوالو مارکېټونو کي د خوند او کیفیت له مخي ځانګړی ځای لري، اکثره وخت یې پر بسته بندۍ نیوکي موجودي وي. خو اوس په کندهار کي څوارلس ډوله وچه مېوه او طبي بوټي پر نړیوال معیار برابر بسته بندي او بهرنیو هیوادونو ته صادریږي، چي تر ډېره یې ارزښت هم زیات ...

Read More »

دفاع وزارت: د بدخشان په وردوج کي ملکي خلګو ته مرګ ژوبله دولتي ځواکونو نه، بلکي طالبانو اړولې

د افغانستان د فاع وزارت وایي، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو په عملیاتو کي نه، بلکي د طالبانو د راکټي برید له امله اوښتې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند وايي، چي افغان ځواکونو د یکشنبې په ماښام طالبان په هوایي برید کي په نښه کړل. د هغه په خبره په ...

Read More »