د شهید عبدالرازق د شهادت د لومړي تلین په یاد په کندهار او بېلابیلو ولایتونو کي ختمونه وسول

د شهيدسترپاسوال عبدالرازق د شهادت د لومړي تلين په یاد دکندهارپه امنيې قومندانۍ اويوشميرامنيتي حوزوکي د قرآن کريم ختمونه وسول.

د دوعاګانو او ختمونو په دغه مراسمو کي د ملي پوليسو د مسئولينو او منسوبينو ترڅنګ په سلګونو ځايي اوسېدونکو هم ګډون درلود او د شهيد د روح ته يې د خوښۍ له پاره دوعاګاني وکړې.

د کندهار دامنيې قومندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي دکندهار دټولو اوسېدونکو څخه مننه وکړه، چي دخپلواکۍ د ملي اتل شهيد سترجنرال رازق دشهادت د لومړي تلين په مناسبت يې دختمونو مراسم نيولي وه.

دمېزان دمياشتي شپږويشتمه د کندهار د مخکني شهيد سوي امنيه قومندان دشهادت دلومړي تلين سره برابره ده، ډېر شمېر اوسېدونکي اوس هم دهغه په شهادت خواشيني دي اوتشه يې نه يوازي دکندهار، بلکي دټول هيواد له پاره يوه نه جبرانېدونکې ضايع بولي.

د هیواد په نورو ولایتونو کي هم د هغه تلین لمانځل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...