قومي مشران: امنيتي ځواکونه دي د جنرال عبدالرازق لار تعقيب کړي تر څو د هغه غوندي بريالي وي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار پنځلسمي حوزې اوسېدونکو د جنرال عبدالرازق د لومړي تلين د لمانځلو په خاطر د هغه د اروا د خوښۍ لپاره د قران کريم ختم وکړ.

د کندهار اوسېدونکي وایي امنيتي ځواکونه دي، د شهيدجنرال عبدالرازق پر قدم قدم کښېږدي او د هغه لار دي تعقيب کړي، تر څو د هغه غوندي بريالي ثابت سي.

دوی وايي، جنرال عبدالرازق د ښه سلوک او ښه اخلاقو خاوند وو، او د هيواد د هر بچي سره یې مينه درلوده او د کوچنیانو او لويانو عزت یې کوئ، چي د هيواد د ټولو وګړو په زړونو کي يې ځای پیدا کړی وو.

دوی زياتوي، جنرال رازق د سولي تږی وو او د سولي او ولسواکۍ له پاره يې خپل ځان قرباني کړی، نو دولت دي، د جنرال عبدالرازق د ارمان پوره کولو په موخه د سولي له پاره هڅي وکړي.

دغه راز ديني عالمان وايي، جنرال عبدالرازق د ملا امامانو عزت کوی او تل به يې د دوی ستونزي اورېدلي او د حل له پاره به يې هڅي کولې.

بلخوا د کندهار د پنځلسمي حوزې امر حاجي ورور اڅکزی وايي، دوی د جنرال عبدالرازق لار تعقيبوي او پر قدم يې قدم ږدي تر څو د هغه غوندي د خپلو هيوادوالو خدمت وکړي.

دی وايي، د هيواد ټول امنيتي ځواکونو دي د جنرال رازق لار تعقيب کړي تر څو د هغه غوندي د خلکو په زړونو کي محبوبيت تر لاسه کړي.

د کندهار پخوانی امنيه قومندان سترجنرال عبدالرازق پروسږ کال د تلي پر ۲۶مه د ولايت مقام په پېښه کي ووژل سو.

هغه د هيواد يو نامتو قومندان وو، چي په ټول هیواد کي يې پر مرګ خلکو ویر کوی او د هغه تشه یوه لویه ضایع بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...