زلمی خلیلزاد د سولي د هڅو له پاره اروپا ته تللی دئ

د افغان سولي له پاره د امريکا ځانګړي استازى زلمي خليلزاد يو ځل بيا د سولي د هڅو له پاره ځان اروپا ته رسولی دئ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي هغه په لومړي قدم کي بلجيم ته رسېدلى او له هغه ځايه به فرانسې ته ولاړ سي.

سرچينې زياته کړې چي خلیلزاد به د بلجيم په پلازمېنه بروکسېل کي د ناټو او اروپايي اتحاديې له مشرانو سره پر افغان سولي خبري وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي هغه به وروسته مسکو ته ولاړ سي او هلته به د افغان سولي په تړاو په څلور اړخيزه غونډه کي ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي په دې غونډه کي به خليلزاد د روسيې او چين له استازو سره ځانګړي ليدني هم ولري.

بلخوا د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ټويټر کي ليکلي چي پرون شپه يې په بروکسېل کي له زلمي خليلزاد سره پر افغان سولي پروسې خبري کړي دي.

هغه زياته کړې چي خليلزاد دوى ته د خپلو تازه هڅو په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو سرمنشي ويلي چي دوى د افغان سولي پروسې ملاتړ کوي او له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ژمن دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...