ولسمشر غني: که په ټاکنو کي بریالی سي ډېر ژر به له طالبانو سره مخامخ خبري پیل کړي

ولسمشر اشرف غني وايي، که په ټاکنو کي بريالى اعلان سي غواړي چي له طالبانو سره  ژر نېغ په نېغه خبري اتري پيل کړي.

ولسمشر غني ويلي چي ولسمشريزي ټاکني په ښه توګه مديريت سوي او پايلي يي بايد د ټولو کانديدانو له خوا ومنل سي.

دى وايي چي طالبان بايد د اوسني اساسي قانون په رڼا کي د هيواد سياسي پروسه کي دخيل سي.

د هغه په وينا، که چيري وسله وال طالبان له تاوتريخوالي لاس واخلي؛ نو د ډېرو افغانانو له خوا به يې هرکلى وسي.

ولسمشر غني زياتوي، له طالبانو سره تر خبرو وروسته بايد د دې ضمانت موجود وي چي د ټولو افغانانو امنيت او ثبات خوندي دئ.

ده وويل، د دې ضمانت هم بايد ورکړل سي چي طالبان له نړيوالو ترهګرو ډلو سره اړيکي ونه لري  او له تاوتريخوالي لاس واخلي.

هغه زياته کړې چي طالبان بايد د نشه يي توکو له کاروبار او پاکستان سره له اړيکو هم لاس په سر سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...