د افغانستان د کرنيزو علومو ملي پوهنتون کارکوونکي وايي معاشونه یې باید له نورو ادارو سره مساوي سي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د افغانستان د کرنيزو علومو کارکوونکي ځکه د اعتراض په شکل راټول سوي دي، چي بايد په معاشاتو کي مساوات په نظر کي ونيول سي.

دوی په خپلو شعارونو کي د عدالت، په معاشاتو کي مساوات او کښته رتبه مامورين د فقر څخه د ژغورلو غوښتنه کوي.

دوی وایي، په ۱۳۹۷ لمريز کال کي د ولسمشر له خوا د فساد د مخنيوي په موخه يوه طرحه جوړه کړې وه، چي په طرحه کي د ملکي ادارو د کارکوونکو معاشات د بستونو په نظر کي نيولو سره لوړېدل، خو پروسږ کال هغه طرحه يوازي په ماليې وزارت پوري اړوند ادارو کي په امتحاني ډول عملې سوې ده، چي اوس هم جريان لري، خو نوري ټولي ادارې بې برخي دي.

دغه کار کوونکي وايي، تر هغه پوري اعتصاب نه ماتوي، چي مرکزي حکومت قانع کوونکی جواب ورته و نه وايي او ښايي لویي مظاهرې هم وکړي.

د دغه پوهنتون سرپرست احمد فواد احساس وایي، دوی د کارکوونکو ږغ تر لوړو زده کړو وزارت، ولايت مقام او ولايتي شورا رسولی دئ، خو تر اوسه مثبت جواب نه دئ ويل ورته سوی.

هغه وايي، که د کارکوونکو معاش لوړ نه سي، ښايي هغوی له ستونزو سره مخ سي، چي دا اداري فساد ته لار هم جوړوي.

احساس وایي، د پوهنتونونو استازو درې ورځي دمخه د لوړو زده کړو د وزير سره ليدنه درلودل، خو دا چي هغه د کورونا ټېسټ ورکړی وو، نو دا ليدنه ځنډېدلې ده.

د ياد پوهنتون د کارکوونکو اعتصاب د رواني لمريزي مياشتي له لومړۍ نېټې څخه پیل سوی دئ، خو کارکوونکي وایي، چي اوس دوی مجبوره دي، چي مظاهرې وکړي او خپل حق وغواري.

د يادولو وړ ده چي د ملي پوهنتون تر څنګ په هيواد ځيني نورو پوهنتونونو او ځینو دولتي ادارو هم کاري اعتصاب کړی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...