په امریکا کې چاپېدونکي خپرونه نیویورکر ویلي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او جواد ظریف تېره میاشت د مونیخ کنفرانس په څنډه کې له یو بل سره کتلي دي.
د امریکا او ایران تر منځ د هستوي پرېکړه لیک تر لاسلیک مخکي په څو واري کېري او ظریف له یو بل سره لیدلي دي، خو له هغه وروسته بیا دغه لیدني بندي سوې. د خپروني د خبر له مخي په دي پټه لیدنه کي جان کېري جواد ظریف ته ویلي، چي ایرانیان باید پر سوي هوکړه لیک ودرېږي او هغه څه ونه مني چي د ټرمپ حکومت یې غواړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون