اسټرالیا ښځینه ملي لوبډلي شل آوریز نړیوال جام وګټی

اسدالله نوري!
د اسټرالیا ښځینه کرکټ ملي لوبډله د شل آوریز نړیوال جام په فاینل کي د هند ملي لوبډلي سره ولوبېدل.
دوی د هند څخه دا فاینل د (۸۵) منډو په توپير وګټئ او ملي لوبډله ئې د پینځم وار له پاره د نړۍ اتله کړه.
د اسټرالیا له پاره په دې لوبه کي (بیت موني ۷۸) منډي وکړې او په ټول ټورنمینټ کي ئې تر ټولو زیاتي (۲۵۹) منډي وکړې، چي په دې سره د ټول سیریز غوره لوبغاړې و ټاکل سوه، ځکه د ښځینه نړیوال جام په تاریخ کي هیڅ یوې لوبغاړي هم دونه زیاتي منډي نه وې کړي.
په بالینګ کي د اسټرالیا له پاره (میګن شوټ) ۴ لوبغاړي اوټ کړل، چي د ښځینه نړیوال جام په تاریخ کي هیڅ یوې لوبغاړي هم په فاینل کي څلور ویکیټه نه وه اخیستي. دې په ټول ټورنمینټ کي تر ټولو زیات (۱۳) ویکیټه واخیستل. اسټرالیا ښځینه ملي لوبډلي په (۲۰۱۰، ۲۰۱۲، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰)م کلونو کي د نړۍ اتلولي ګټلې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...