افغان ملي لوبډلي د آیرلېنډ څخه شل آوریز سیریز وګټی

اسدالله نوري
افغان کرکټ ملي لوبډلي د آیرلېنډ څخه د شل آوریز سیریز دوهمه لوبه د (۲۱) منډو په توپير وګټل، چي د دې لوبي په ګټلو سره ئې سیریز هم وګټی.
افغان کرکټ ملي لوبډله په شل آوریز سیریز کي د آیرلېنډ سره په خپل کوربه توب د هند په (ګرېټر نویډا) سټوډیوم کي لري، چي اولي دوې لوبي ئې افغان ملي لوبډلي وګټلې، یعني سیریز ئې هم وګټی، ځکه اوس که آیرلېنډ آخیري لوبه هم وګټي، فایده نه ورته کوي.
په دې دوهمه لوبه کي اول بېټینګ افغانانو وکړ او په شل آوره کې د ۴ لوبغاړو په اوټېدو سره (۱۸۴) منډي وکړې، په افغاني لوبغاړو کي اصغر افغان (۴۹) منډي وکړې.
آیرلېنډیانو چي کله بېټینګ ته راغلل، نو په شل آوره کې د ۶ لوبغاړو په اوټېدو سره (۱۶۳) منډي وکړې.
په افغاني بالرانو کي مجیب الرحمان (۳)، او ګلب الدین نایب، راشد خان او شاپور ځدراڼ یو یو لوبغاړی اوټ کړ.
د افغانستان و آیرلېنډ تر مینځ درېیمه لوبه را روانه سه شنبه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...