د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون و ویل چي تازه شمېر څرګندوي، چي ۱۲۲ کسان نوي د کرونا وایروس له امله مړه سوي چي ۶ د روغتیايي مرکزونو کارکونکي دي.

له دې اعلان سره جوته سوه، چي په چین کي په کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۱۳۸۱ ته رسېدلی دئ.

چینايي چارواکو وویل چي په هغه هيواد کي ۱۷۱۶ روغتیايي کارکونکي (ډاکتران او نرسان) په کرونا وایروس اخته سوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چي په ټوله نړۍ کي په دې وژونکي وایروس د اخته کسانو شمېر ۶۴ زرو ته رسېدلی، چي تقریباً ټول په چین کي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، له چینه بهر په دې وایروس د اخته کسانو شمېر په داسي ډراماتیک ډول نه دئ لوړ سوی.

سره له دې چي کرونا وایروس په چین کي په چټکۍ د خپرېدو په حال کي دئ، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چي د وایروس په شدت یا له دې امله د انساني تلفاتو په اندازه کي زیات بدلون نه دئ راغلی.

کرونا وایروس له چینه بهر ۳۰ هيوادونو ته رسېدلی او تر ۵۰۰ زیات وګړي په دې وایروس اخته ګڼل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...