رپوټ: نسیم لېوال
دلته په خوست کي خلګ له کلونو راهیسي دروغتیايي ستونزو څخه شکایت کوي، دوی وايي دنړیوالو په ميلیونونه امریکايي ډالرو مرستو سره سره بیا هم دروعتیا په برخه کي ستونزي سته او خدمات ئې معیاري نه سول په همدې مهال دخوست دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دروغتیا په برخه کي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دوی وايي نفوس ئې زیات دئ او دروغتیا په برخه کي سهم ورته کم ورکول کیږي، دوی له حکومت څخه ګیله لري، چي دې ولسوالۍ ته پاملرنه نه کوي او یوازي دلته دوه کلینيکونه سته، چي خدمات ئې پر هیڅ نه دي حساب.
بلخوا د عامي روغتیا ریاست مسئولین وايي په دوه منده شمل ولسوالۍ کي دوه مجهز کلینکونه سته ا و په راتلوونکي کال کي پلان لري، چي یاد روغتونونو ته اتقاء ورکړي او ځيني نور روغتونونه هم جوړ کړي.
د خوست عامي روغتیا سرپرست وايي ددوه منده ولسوالۍ مسئولینو او قومي خلګو له دوی په رسمې ډول د روغتیايي کلینيکونو د جوړېدو او اتقاء په برخه کي غوښتنه نه ده کړې، کنه دوی به ئې ستونزو ده پروخت رسېدنه کړې وي.
د یادولو وړده چې دخوست اکثره لیري پرتو ولسوالۍ کي د روغتیا په برخه کي ګڼي ستونزي موجودي دي.
د دې ولسوالي اوسېدونکي شیکایت کوي، چي د وړ خدماتو نه درلودلو له امله د دوی ناروغان مرکزي روغتون ته دي د تلوپه صورت کي ډېر وخت په ژوند له لاسه ورکوي، دوی وايي چي په ولسوالیو کي دي حکومت مجهز روغتونونه جوړ کړي، تر څو یادي سوي ستونزي حل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون