رپوټ: مهتمم صالح
له تيرو شاوخوا شپږو مياشت څخه د کندهار بالمقطع ښوونکو چي په ښار کي ئې ټولي ښځينه دي معاش نه دئ اخيستی او ډېرو حق الزحمه ښوونکو ته هم معاش نه دئ ورکړل سوی.
دغه ښوونکي وايي، کورنۍ ئې د دوی معاش ته سترګي په لار وي، خو معاشات ئې په مياشتو مياشتو ځنډيږي.
دوی غوښتنه کوي، چي بايد ژر تر ژره ئې معاش ورکړل سي، څو خپل کورنۍ اړتياوي په پوره کړي.
د کندهار د پوهني رئیس محيب احمد روښان وايي، دوی څو ځلي د ښوونکو دغه ستونزي له وزارت سره شريکي کړي دي، خو وزارت يوازي ژمني کوي او تر اوسه په دې برخه کي رسمي کار نه دئ سوی.
دی وايي، تیر مالي کال يې پنځلس سوه کسه حق الزامه استادانو ته معاش ورکړی دئ او د دغه مالي کال د پیل سره يې پنځه سوه نورو ته هم معاش ورکړی دئ، خو په خبره ئې اووه لس سوه ښوونکي چي استخدام سوي دي، وزارت تر اوسه معاش نه دئ ورته اجراء کړی.
د روښان په خبره، د هغه ۳۷۵ تنه بالمقطع ښځينه ښوونکو معاشات د انکشافي بودجې څخه ورکول کيږي او دوی ئې په اړه ډېره هڅه کړې، چي دغه معاش ورکړل سي، خو تر اوسه نه دي ورکړل سوي.
هغه ئې لامل د بودجې کمښت ګڼي.
د ښوونکو د کمښت او یا هم د هغوی د معاشاتو د ستونزو سره په کندهار کي یوه دا هم جدي ستونزه یادیږي، چي زده کوونکي وروسته له رخصتیو پر ټاکلې نېټه ښوونځیو ته نه ځي.
د پوهني رياست مسئولين وايي، د ژمنيو رخصتيو څخه اوونۍ تيريږي، خو لا هم زده کوونکي ښوونځي ته نه حاضريږي، چي بايد والدين يې په دغه برخه کي خپل مسئوليت اداء کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون