رپوټ: مهتمم صالح
که څه هم په افغانستان کي د کرونا نارغۍ نښي نه دي ليدل سوي، خو د کندهار عامي روغتيا رياست مسئولین وايي، دوی د يادي ناروغۍ د وقايې له پاره پوره اماده ګي لري.
د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی د ياد وايروس د مخنيوي په موخه په ټولو پولو او هوايي ډګر کي د روغتيا کار کوونکي ګمارلي دي، څو راتلونکي مسافر معاينات او تر څېړني لاندي ونيسي.
د ده په خبره، ټول هغه مسافر چي د چين څخه راغلي دي، دوی د يوويشت ورځو لپاره په يو مسنون ځای کي ساتلي څو معلومه سي، چي په کرونا ناورغۍ خو به اخته نه وي.
دغه راز ډاکټر سلطاني وايي، د نظافت مراعت د يادي ناروغۍ د وقايې لپاره تر ټولو مهمه لار ده او تر څنګ يې هغه غوښو او مېوو ته ډېره پاملرنه وسي، کوم چي د بهرنيو هيوادونو څخه راوړل کيږي.
ډاکټر سلطاني زياتوي، دوی په ميرويس روغتون کي د يادي ناروغي د مخنيوی لپاره د ميرويس روغتون شاوخوا ۳۵ بستره ځانګړي کړي دي او همدارنګه د عينو مېني درنيم سوه بستريز روغتون هم د امادګۍ په حال کي دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون