په کندهار کي د سه شنبې ورځي راهیسي باران ځیني کورونه نړولي دي

ریپوټ: خالد همت

په کندهار کي د بارانونو له امله زیانمني سوي کورنۍ وایي، د سرپناه ځای او د خوړلو لپاره څه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي.

د یوې زیانمني سوي کورنۍ غړي وايي، درې خوني ئې درلودې، چي یوه خونه ئې هم د باران له امله نړېدلې، او په پاته دوو خونو کي ژوند کوي، چي هغه هم د نړېدو پر حال دي.

بلخوا د پېښو پر وړاندي د چمتووالي او مبارزې ریاست، سرپرست رئیس حمید الله محمودي وایي، دوی په ښار او ولسوالیو کي له خلګو سره په اړیکه کي دي، چي تر اوسه ۵ کورنیو ورته مراجع کړی، چي کورونه ئې تخریب سوي او نور مالي و ځاني زیان ورته اوښتی دئ.

هغه وایي، له دغه کورنیو سره لازمي مرستي سوي دي.

محمودي وایي، په تېرو بارانونو کي هم خلګو ته زیانونه اړول سوې وه، چي ۸ کسانو ژوند دلاسه ورکړی او ۱۳ نور زخمیان سول، او ترڅنګ یي له ۷۳ کورنیو سره بیړنۍ مرستي سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...