د ترکیې ولسمشر پر روسيې تور لګولی چي د سوريې د حکومت د ملاتړ په خاطر خلګ وژني

د ترکیې ولسمشر پر روسیې تور  لګولی دئ، چي د سوریې د حکومت د ملاتړ له پاره خلګ وژني.
رجب طیب اردوغان دا خبره د خپل هيواد د پارلمان غونډي ته وکړه او خبرداری ئې ورکړ، که چيري په سوریه کي پر ترکي پوځيانو برید وسي، ترکیه به په هر ځای کي د سوریې پر حکومتي سرتېرو حملې وکړي.

په سوچي کي په ۲۰۱۸ کال کي د سوریې، ترکیې او روسیې له لوري د اوربند تړون لاسلیک سوی وو.

د ترکیې ولسمشر په داسي وخت کي دا خبرې کړي دي چي سوریې ته د ترکیې نور ځواکونه رسېدلي دي.

روسیې د ترکیې په ځواب کي ترکان تورن کړي دي چي د سوریې په شمال لوېدیځ ښار ادلیب کي ئې د ترهګرو پر ځپلو سترګي پټي کړي دي.

ترکیې په وروستیو څو ورځو کي په ادلیب کي خپل سنګرونه پیاوړي کړي دي او هلته ‌ئې نور تجهیزات او پوځیان استولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...