په کندهار کي مدني فعالان وايي چي په تعلیمي ځايونو کي دي کوچنيان نه وهل کيږي

رپوټ: مهتمم صالح

ډېر وخت په کندهار کي د ځيني تعليمي مرکزونو څخه خلک شکایت کوي چي زده کوونکي او کوچنيان وهي، چي بیا هغوی زړه نه ښه کوي چي درس و وايي.

په کندهار کي مدني فعالان وايي، په زده کړيزو ځايونو کي دي د کوچنيانو وهل او ډبول ودرول سي.

دوی وايي، تر ډېره په ديني مدرسو  کي کوچنيان وهل کيږي، چي بیا د هغوی مينه له زده کړي څخه کميږي او له درس ويلو څخه تېښته کوي.

مدني فعالان وايي، په زده کړيزو ځایونو کي د کوچنيانو وهل، کورنۍ پر تعلمي مراکزو بې باوره کوي او بیا هغوی زړه نه ښه کوي، چي په خپلو کوچنيان زده کړي وکړي.

دغه راز د کندهار د بشرحقونو خپلواک کمېسيون سرپرست شمس الدين تنوير وايي، هغه کسان چي کوچنيان وهي او ډبوي بايد عادلي او قضايي اورګانونه ورته سزا ورکړي.

دی وايي، په تعلمي ځايونو کي د کوچنيان وهل او ډبول د اندېښنې وړ دي بايد مخنیوی يې وسي.

تنوير وايي، دوی په کندهار کي د وهلو ډبول څو قضيې لري، چي وروستۍ يې څو ورځي مخکي په اتمه حوزه کي وه، چي په يوه مدرسه کي پر يوه کوچني لومړی جنسي تېری کيږي او وروسته په وهلو کي وژل کيږي، چي بايد دغه کس ته اشده سزا ورکړل سي.

د تنوير په خبره دی خپله دغه موضوع تعقبوي او هڅه کوي، چي قاتل ته سخته سزا ورکړل سي.

دغه راز د کندهار د ميرویس روغتون د کوچنيان د واټ مسول ډاکټرمحمد صادق وايي، د کوچنيانو وهل او يا هم د یوه کوچني په مخ کي د بل کوچني وهل د هغوی پر اذهن منفي اغېزې کوي.

دی وايي، په تعلمي ځايونو کي بايد کوچنيان ونه وهل سي، ځکه بیا هغوی درس نه سي زده کولای خو يو ډول وهم یې په زړه کي پيداکيږي، چي دا خپله د کوچني لپاره ذهني شکنجه ده.

د کندهار د علماء شورا رئیس مولوی عبیدالله فيضاني بیا وايي، د کوچنيانو وهل ډبول حرام دي، خو په لږه اندازه وهل چي هغه هم بايد پر لاس وي، د کوچنيانو د اصلاح په موخه روا دي، خو د بدن پر بل غړي بايد کوچنی ونه وهل سي.
په کندهار کي زيات تعلمي مرکزونه سته، چي پکښي ديني او عصري زده کړي کيږي، خلک وايي، ډېری وخت په ليري پرتو سيمو او ولسواليو کي په ديني مدرسو کي کوچنيان وهل کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...