د ولسمشر ستر سلاکار ضياء الحق امرخېل او پخواني ولسمشر حامدکرزي د خوست هوايي بريد غندلى، بلخوا امريکايي ځواکونو ويلي چي د دې ادعاوو په اړه پلټني کوي.
ځايي سرچينې وايي چي د جمعې په شپه د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکي بريد کي د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل سوي دي.
د ولسمشر سترسلاکار ضياء الحق امرخېل په ټولنيزه شبکه ټويټر کي ليکلي چي دا ډول بريدونه ظالمانه او د جګړو د ټولو نړيوالو نورمونو ښکاره نقض دئ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې بريد د غندلو ترڅنګ دا غیر انساني عمل، بشري ضد جنایت او له افغان ولس سره ستر ظلم بللى دئ.
هغه يوځل بیا د افغانستان د خلکو پر وړاندي د هر راز نظامي عملیاتو پر ژر تر ژره بندېدو ټینکار کړى دئ.
پخواني ولسمشر حامد کرزی په جګړه کي له افغاني ښکيلو غاړو غوښتي چي په هيواد کي د تل پاتي سولي او ثبات د ټینګښت له پاره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل له پاره خپلي هلي ځلي ګړندۍ کړي.
بلخوا په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د خوست په هوايي بريد کي وسله وال طالبان وژل سوي دي.
سرچينې زياته کړې چي دوى هم د ملکي تلفاتو له ادعاوو خبر سوي او له ځايي چارواکو سره په دې اړه کار کوي، څو ددې ادعاوو حقيقت پيدا کړي.
خو په ولسي جرګه کي د کوچيانو وکيل حيدرجان نعيم زوى په ټينګار سره وايي چي په ياد بريد کي پنځه ملکي وګړي وژل سوي چي ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون