د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چي د هلمند مارجه ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو ونیول سوه.
ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کي وویل چي په مارجه کي د عبدالباري په نوم د وسله والو طالبانو پوځي قوماندان ووژل سو او د هغوی د وسلو او چاودېدونکو موادو ۲ ډيپوګان هم ویجاړ سول.
د هلمند د ولایتي شورا یوشمېر غړو او وسله والو طالبانو د ملي دفاع وزارت دا خبر نه دئ تائید کړی.
د وسله والوطالبانو ویاند رسنیوته په استولي پيغام کي ادعا کړې، چي د دفاع وزارت خبرحقیقت نه لري او د دولتي ځواکونو عملیات ناکام سوي دي
د هلمند چارواکي وايي، په بشپړ ډول د مارجې ولسوالي نیول به د حکومتي ځواکونو له پاره مهم پرمختګ ګڼي.
د هلمند دوالي ویاند، عمر ځواک وايي، چي مارجه د کوکنارو د کښت د کمولو، د وسله والو طالبانو د تمویل د سرچینو د محدودولو، دهلمند نورو ولسوالیوته د اکمالاتي لارو او د امنیت له پلوه خورامهمه وه.
په مارجه کي پوځي عملیات د نوومبر پر ۱۷مه پیل سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون