په برید کي لږ تر لږه درې تنه وژل سوي او یو بل ټپي سوی دی.
چارواکي وایي، پېښه پرون شپه ناوخته د قره باغ ولسوالی په مربوطاتو کي رامنځته سوې ده.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي، پېښه د قره باغ ولسوالی په شیر اباد سیمه کي رامنځته سوې ده او په وژل سویو کي یوه ښځه هم شامله ده.
نوموړی زیاته کړه، چي بریدګرو د یادې کورنۍ دوه غړي له ځان سره ژوندي وړي دي.
په همدي حال راپورونه ښیي چي دغه کسان د دوو کلیو ترمنځ د شخړو له امله وژل سوي.
د غزني ولایت د ولایتي شورا یو غړي امان الله کامراني وایي، څو موده وړاندي د هزاره او پښتون قومونو ترمنځ د اوبو پر سر شخړه رامنځته سوې وه او ظاهرا د تیرې شپې برید هم له دغه ښخړې سره تړاو لري.
د ښاغلي کامراني په وینا، د دواړو کلیو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او وژل سوي کسان د پښتنو قوم پورې تړاو لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون