روغ ژوند/ د خولې بدبوي هم ناروغي او هم بې نزاکتي

ليکنه : نوراحمد ناصري

په لومړي سرکي دا وايم چي د خولې بدبويي داسي يوحالت دی چي انسان ډيرپه زوريږي . ځيني وختونه خپله شخص  پدې نه پوهيږي چي زما د خولې بوی ځي ، پداسي حالاتوکي د يوه انسان ښه دوست هغه څوک دی چي د ده عيب په ښه طريقه ور په ګوته کړي. نوکه چيري مشکل د يوې ناروغۍ له امله  وي د حل  لاره به ورته پيدا سي.

که چيري څوک نه پوهيږي چي د خولې يې بوی ځي اوکوم دوست يې هم دا جراّت نه کوي چي ورته ووايي نو لاندي ۵ موارد که يې په خپل ځان کي حس کړه نو ودي پوهيږي چي د خولې يې بد بوی ځي.

۱-  هر وخت د خولې وچيدل

۲-  د ژبي سر هميشه سپين وي ( سپېره وي).

۳- هغه څوک چي سګريټ ، نصوار، کافين او الکول استعمالوي.

۴-  د خولې لاړي ټينګي وي.

۵- که چيري کم ملګري يا د کورکم بل کس پدې باره کي کينايي درته ويلې وي.

د خولې بدبویي  چي په انګليسي کي ورته  Bad Breath  وايي او په طبي اصطلاح Halitosis ورته وايي داسي يو حالت دی چي کله موږ تاسو خپله ساه باسو نو بل څوک يې احساس کړي.

ځيني وختونه دا بد بويي د بکټرياوو له امله وي اوځيني خواړه لکه هوږه ، ګندنه او پياز کله چي وخوړل سي تر هضمېدو وروسته  د ويني د جريان په واسطه د سږو له لاري په تنفسي هواکي د خولې څخه وځي په دغه وخت کي هم د خولې بدبويي پيدا کيږي خو موقتي وي.

يو څو مهم لاملونه دي چي د خولې بد بويي ورڅخه رامنځته کيږي

د غاښو نه مينځل : پدې وخت کي د غاښو په منځ کي بند خواړه  ورستيږي او بوی کوي.

خوله پاکه نه مينځل  ، سګريټ څکول  ، د وريو ناروغي او همداراز د خولې بدبويي د ځینو نورو ناروغيو نښه ده لکه ،د معدې ، اينې ، ستوني ، پزي ، سږو او د ويني ناروغۍ.

که چيري د خولې بدبويي په غاښو کي د بندو شيانو د ورستېدو څخه وي خو اسانه لار ده چي د خولې حفظ الصحه  پاکه وساتۍ مشکل حليږي خو که چيري د کومي ناروغۍ نښه وي نو ځانګړي درملني ته اړتيا لري.

د خولې بدبويي له منځه وړل ګران کار نه دی خو وخت غواړي . اندېښنه هم بايد ونه کړو . څو مهم ټکي دي چي بايد توجه ورته وسي.

۱-   تر هر قسم خوراک وروسته د خولې مينځل او که برس او کريم موجود وي نو د غاښونوبرس کول.

۲- د غاښونو د برس کولو يا که هغه نه وي د مسواک وهلو سره يو ځای د ژبي د سر برس کول چي هغه سپين ټکي له منځه ولاړ سي.

۳-  د غاښو ډاکټر ته ورتګ، چي د غاښونو معاينه وکړي.

۴- د زياتو ژواولو ژوول چي په خوله کي لاړي زياتي کړي.

۵-   د ميوو او ترکاریو زيات خوړل.

۶- کله کله خواږه ولني او يا هم ايل ژوول.

۷-  د اوړو سوډا چي د پخوا څخه هم د خولې د بدبويي د له منځه وړلو لپاره کاريږي خپله خوله په ومينځۍ.

۸ – او د هغه شيانوڅخه پرهيز وکړی چي ستاسو د خولې د بدبويي لامل ګرځي کوم چي پورته ذکر سوي  دي.

کله کله ديوه ښه با شخصيته انسان شخصيت په يوه کوچني مشکل سره خرابيږي هغه که په هره برخه کي وي نو لازمه ده چي د مشکل تر پيښېدو مخکي يې لا مخنيوی وکړو په دغه صورت کي به د خلکو د طعنو  او پيغورونو څخه خلاص  ژوند ولرو.

ستاسو د ښې روغتيا په هيله.

 

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...