په هلمند کي د زراعتي ودي درې پروژې پیل سوې

رپوټ: جواد داوري

په هلمند کي کرهڼیز تولیدات مخ پر وده دي، خو دلته د بزګر مناسبه روزنه او له نوي کښتونو سره نه بلدتیا عمده ستونزي دي، چي اکثره مرضونه او پر وخت د کودو نه استعمال بزګران تاواني کوي.
اوس د هلمند کرهڼي ریاست تازه د درو کرهڼیزو پروژو له لاري غواړي د بزګرانو د روزني تر څنګ داسي کښتونه ترویج کړي، چي بزګر ئې په اسانۍ سره روزنه وکولاي سي.
د هلمند والي وايي، د ولسمشر د خاصي پاملرني له مخي یو شمېر تشویقي پروژې منظور سوي دي، چي د کوکنارو بدیل دئ او په لږو اوبو سره مځکي په شنې کېږي.

بل خوا هغه بزګر چي تازه یې د غنمو حاصلات اخیستي دي اندېښنه لري، چي دلته د خلګو اړتیا ډېره ده خو یو شمېر تجاران بیا د خپلو شخصي ګټو د پاره د هلمند غنم په قاچاقي ډول پاکستان ته وړي او هلته تر اوړه کېدو وروسته ئې بیرته افغانستان ته په خپله صادروي.

دا په داسي حال کي ده چي اوس هم بزګر د خپلو حاصلاتو څخه خوښ نه دي او د کورونا و کرنتین له بیري کرهڼیز حاصلات له یوه ولایت څخه بل ته د وړلو پر مهال د لارو پر سر امنیتي پوستې غیر قانوني پیسې اخلي او چارواکي ئې په مخنیوي کي پاته راغلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...