مشرانو جرګه: د لويي جرګې رابلل د حکومت مکلفيت دی

د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس وايي، د لويي جرګې رابلل د حکومت مکلفيت دی او بايد د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو له انتخاباتو وروسته يې راوبولي.

فضل هادي مسلميار وايي، دا جرګه بايد په بشپړي همغږۍ او د حکومت له خوا اداره سي. نوموړي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کي په دې اړه وويل، په افغانستان کي د دوديزي لويي جرګې پر رابللو داسي مهال ټينګار کيږي، چي د تېري پنجشنبې په ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي د اوسنيو ستونزو څخه د وتلو لپاره حکومت ته د لويي جرګې د رابللو وړانديز وکړ.

د لويي جرګې جوړول او د حکومت د ننه اصلاحات هغه غوښتني دي، چي په دې وروستيو کي د يو شمېر ګوندونو او سياسي څېرو له خوا مطرح کيږي، خو د مشرانو جرګې يو شمېر نور غړي بيا وايي، د لويي جرګې پر رابللو ټينګار د ځينو بهرنيو کړيو په اشارو سره کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...