د سوماليا د پلازمېنې موګديشو له ګڼي ګوڼي ډکه سيمه کي د بمي چاودنې له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه ٥٣ ته ورسېد.
پوليس وايي، له يوه هوټل دباندي په يوه لارۍ کي د ځاى پرځاى سوو منجفره موادو په پرونۍ چاودنه کي په لسګونو نور کسان ټپيان سوي دي. د سوماليا چارواکي وايي، لږ تر لږه دوه نور کسان د ښار په مدينه سيمه کي په دوهمه بمي حمله کي وژل سوي دي.
د موګديشو د مدينه روغتون رئيس محمد يوسف حسن وايي، هغه څه چي پرون پېښ شول، د نه منلو دي. دی وايي، تر دې مخکي دداسي وضعيت شاهد نه وو. که څه هم چا د دغو بمي حملو مسؤليت نه دى منلى، خو د سوماليا حکومت په القاعده پوري تړلي سخت دريځي ډله الشباب په دغو حملو کي په لاس درلودلو تورنه کړې ده.