یاده اکاډمي د کندهار په لوبیستان کی په فعالیت پیل وکړ، چي پر نړیوالو معیارونو برابره ده او یوازي پکښي کوچنیان روزل کیږي.
د یادي اکاډمۍ مسئولینو ویلي، چي دوی په پلان کي لري، د ورځي شاوخوا ۵۰ کوچنیو لوبغاړو ته په یاده اکاډمي کی زده کړه ورکړي.
د دوی په وینا، چي د اکاډمۍ رامنځته کولو څخه یې موخه په کندهار کي مسلکي فوټبال ته وده ورکول دي.
مسولین وایی، چي په یاده اکاډمي کی لوبغاړو ته د پرمختللو او عصري سامانونو په واسطه د مسلکي روزونکو لخوا روزنه ورکول کیږي.
یادي زده کړې په ورځ کی دوه وخته ، د سهار د ۹ بجو څخه بیا د سهار تر ۱۰ بجو پوري او مازدیګر بیا د ۵ بجو څخه تر ۶ بجو پوري ورکول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون