نوموړي د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه کي دغه ریکارډ د کرکټ وروستي ۲۰ اوریزه نړیوال جام اتلي لوبډلي ویسټ انډیز خلاف ترلاسه کړ.
د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه کي دواړه افغانستان او ویسټ انډیز د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسیدو وروسته مخامخ سول، چي افغان لوبغاړي راشد خان د خپل ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو ۴۴ مه لوبه ترسره کړه او د لومړۍ ویکټې په اخیستو سره یی خپلې ۱۰۰ ویکټې پوره کړې.
مشهوره افغان راشد خان اوس په نړیوال کرکټ کې د «لیټل ګوګلي ماسټر» د کارنامې سره لومړي مقام ته ورسیدی، چي له دې مخکي د چټکو ۱۰۰ ویکټو اخیستلو ریکارډ د اسټرالوي میچل سټارک په نوم و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون