بریالي والدین څوک دي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله چې تصمیم نیسئ، چې د ماشوم خاوند شئ، نو په حقیقت کې د هغه د روزنې اوږد مهالی او دروند مسؤولیت مو منلی دی. روزنه د زده کړې ورکولو او پاللو په مانا ده، کله چې خپل ماشومان روزئ، نو هغوی ته دا ور زده کوئ، چې څنګه چلند وکړي، یانې تاسو د قانون په وضع کولو او د انضباطي کړنو په ترسره کولو، له هغوی سره مرسته کوئ، ترڅو په خپلو مسؤولیتونو باندې پوه شي. دا موضوع په هغوی کې د خوندیتوب احساس او آرامتیا ډېروي او له هغه ځایه، چې د ماشومانو خوښېږي احساس وکړي، چې والدین یې له دوی څخه خوشاله او راضي دي، د کورنۍ له خوا د سمې پاملرنې او مناسبې مینې په ښکاره کولو سره، د ماشومانو د اروایي روغتیا په برخه کې مهم ګام پورته کېږي.

له ستونزې پرته ماشوم شتون نه لري، خو د ماشومانو ستونزې د درملنې وړ دي. مهم ټکی د روزنیزو اصولو د ټینګښت ډول دی. که چېرې روزنیز اصول ناسم وي یا په تاوتریخوالي او بې تفاوتۍ سره وړاندې شي، نو ماشوم یې نه مني، یوه ښه کورنۍ باید وکولای شي، چې روزنه او انضباط په سمه توګه را منځته کړي. د ماشومانو په روزنه کې، د نورو کارونو په څېر له ستونزو سره مخامخ شئ، که چېرې والدین په سمو روزنیزو تګلارو باندې پوه وي، په تمرین او د وخت په تېرېدو سره به یې مهارت او تجربه زیاته شي او د خپلو ماشومانو په روزنه کې به بریالي وي.

په لنډ مهال کې د ډېر پرمختګ تمه مه لرئ:

ډېر داسې څه شتون لري، چې خوښېږي مو خپلو ماشومانو ته یې ور زده کړئ، خو هېڅ چلند په یو ځل زده کړې سره نه تر لاسه کېږي او هغوی هم تل د زده کولو له پاره چمتووالی نه لري. زده کړه، وخت، حوصلی او د ځای پېژندلو ته اړتیا لري، که چېرې والدین په دې کار کې پشتکار ونه لري، ستړي او بې حوصلې شي، یا له کنټروله ووځي، نو د خپلو ماشومانو په وړاندې به خپل درنښت له لاسه ورکړي.

په دې صورت کې به ماشومان د هغوی غوښتنو ته پام نه کوي او په ترسره کولو کې به یې ځان اړ نه ګڼي. روزنه یو ورځنی مسؤولیت نه دی، آرامتیا، پایښت او مقاومت غواړي او تر کله چې یو روزنیز اصل تر لاسه کېږي، نو ستاسو ماشوم به په ځلونو تېروتنه وکړي.    له دې امله په لنډ مهال کې نه شو کولای، چې د ډېر پرمختګ تمه ولرو.

خپلې تمې را کمې کړئ او کوچني پرمختګونه په پام کې ونیسئ:

هغه ماشومان او والدین، چې له هره اړخه بشپړ او بې نیمګړتیا وي، شتون نه لري. ماشومان تل هغه ډول، چې والدین یې تمه لري، کړنې نه ترسره کوي. د ماشومانو ستونزې معمولاً په یو مخیز ډول نه حل کېږي او په ماشومانو او لویانو کې بدلونونه تدریجي، ورو او په پړاو په پړاو ترسره کېږي. ځینې والدین کله چې د خپلو ماشومانو د عادتونو او چلندونو په بدلون کې له ستونزو سره مخامخ کېږي، نو ډېر ژر خواشیني او ناهیلي کېږي او په خپل نفس باندې اعتماد له لاسه ورکوي، په داسې حال کې باید د خپلو ماشومانو تدریجي او کوچنیو پرمختګونو ته پام وکړي، ځکه چې د سترو پرمختګونو کیلي د کوچنیو پرمختګونو هڅونه ده.

په هر وخت کې یوازې په یوه ستونزه باندې تمرکز وکړئ:

ښایي ستاسو ماشوم بې شمېره ستونزې ولري، خو که تاسو وغواړئ، ټول موارد په یو وار اصلاح کړئ، نو هېڅکله به بریالي نه شئ، د بریا له پاره باید یوازې یوه ستونزه په پام کې ونیسئ او د هغې له حل څخه وروسته، په وار سره بلې ستونزې ته مخه کړئ. خپله موخه په آسانه کلمو سره، چې د ماشوم له پاره د پوهېدلو وړ وي، توضیح کړئ او هغه ته ووایئ چې په دې برخه کې له هغه څخه څه غواړئ، د بېلګې په توګه: غواړم، دستر خوان ته له راتګ څخه مخکې خپل لاسونه په اوبو او صابون سره ووینځې، وروسته د ماشوم د چلند د اصلاح په لاره کې کوچنیو پرمختګونو ته ځیر شئ. د بېلګې په توګه: مخکې یې هېڅ صابون نه واهه او اوس یې یو ځل صابون وهلی دی، که څه هم زموږ تمه په ورځ کې څلور ځله صابون وهل دي، خو د مثبتو او ستایونکو غبرګونو پرمټ، هغه وپوهوئ، چې چلند یې مناسب او ښه دی.

په مثبت لید سره وګورئ او هېڅکله د ماشومانو ستاینه مه هېروئ:

د ماشومانو ستاینه ډېره ارزښتمنه ده. ماشومان، چې د عمر په هر پړاو کې وي، نو خوښېږي یې چې والدین یې ومني او وې ستایي او له هغوی څخه خوشاله او راضي وي. ماشوم نه پوهېږي، چې کوم چلند ښه او کوم بد دی. د هغه هر چلند، چې د والدینو له غبرګون سره مخامخ شي، یا هغه موخې ته ورسوي، مثبت ګڼي او تکرار به یې کړي. داسې تصور مه کوئ، د مناسب چلند لرل یو حتمي امر او ستاسو د ماشوم له دندو څخه دی او یا فوق العاده چلندونه دي. د فکر دا بڼه، د دې سبب ګرځي، چې تمه مو ډېره زیاته شي او د خپلو ماشومانو د چلندونو په اړه بې غوره شئ او یوازې د هغه ناسمو او منفي چلندونو ته پام وکړئ.

په ډاډ سره ویلی شم، له هغو چلندونو څخه پرته، چې تاسو خواشیني کوي، ستاسو په ماشوم کې ډېر زیات مناسب او مثبت چلندونه هم شتون لري. که چېرې تاسو هر مناسب چلند مثبت وګڼئ او په تاییدونکي غبرګون سره خپل ماشوم ته څرګنده کړئ، چې له کوم چلند څخه یې خوشاله او راضي یاست، نو ماشوم هڅه کوي، چې په تکرار سره یې ستاسو لا ډېره خوشالي تر لاسه کړي. له نا مناسبو او ناسمو چلندونو څخه د خپګان ښکاره کول به هغه مهال اغېزمن وي، چې مخکې له هغې خپل ماشوم مو هغه د مناسبو چلندونو له پاره هڅولی وي.

کومې موخې چې په پام کې نیسئ، د ماشومانو له اړتیاوو سره همغږې کړئ:

خپلې موخې د خپلو ماشومانو له عمر، شخصیت، وړتیاوو، عقلې ودې او چاپېریالي شرایطو سره سمې وټاکئ. ټول ماشومان یوه ځانګړي عمر کې ورته پړاو ته نه ننوځي او د هغوی استعداد او د پوهې کچه هم یو شان نه ده، دې ته په پام سره، چې ټول کسان یو شان نه دي او موقعیتونه هم توپیر لري، نو د هرې ستونزې له پاره یوه پرېکنده او خپلواکه د حل لاره شتون نه لري، هغه د حل لاره، چې نن ستاسو د ماشومانو له پاره اغېزمنه ده، ښایي سبا خپل اغېز له لاسه ورکړي، یا هغه تګلاره، چې یو له ماشومانو له پاره ځواب ورکوي، ښایي د بل له پاره بې ګټې وي. که چېرې حوصله وکړئ او زغم ولرئ، کولای شئ، حتا  لا اغېزمنې او ابتکاري تګلارې را منځته کړئ، چې ستاسو ځانګړو شرایطو ته په کتو جوړې شوې وي.

میندو او پلرونو د مهربانۍ له مخې همغږې کړنې ترسره کړئ

د ماشوم د چلندونو په بدلون کې د والدین بریا، د مور او پلار همغږۍ ته اړتیا لري. له هر اقدام وړاندې، کوم چلندونه، چې غواړئ اصلاح یې کړئ، نو مشخص یې کړئ او د له منځه وړلو له پاره یې همغږی پروګرام جوړ کړئ.  تاسو او مېرمن مو د ماشوم په اړه، په هر کار باندې له لاس پورې کولو مخکې، باید همغږی نظر ولرئ، کله چې خپل تصمیم مو ونیوه او د ترسره کېدو وړ پرواګرم باندې همغږي شوئ، نو دواړه یو شان کړنې ترسره کړئ.

x

دا هم وګورئ

کتاب او ټولنه

لیکوال: بصيرالحق عادل يوه داسې زمانه به هم تېره شوي وي چې کتاب به نه ...