د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ولسمشریزو ټاکنو پر خپل وخت ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د سفر پر مهال پر خپل وخت په افغان ولسمشریزو ټاکنو د ټینګار ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چي تر ټاکنو دمخه د طالبانو سره د سولي تړون وسي.
هغه په ارګ کي ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره ولیدل، پر سولي او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یې خبري وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (مايک پومپیو) مازیګر ناوخته د امریکا په سفارت کي یوې خبري غونډي ته وینا وکړه او د خبریالانو سوالونو ته یې ځوابونه وویل.
نوموړي زیاته کړه، چي تر دوو لسیزو جګړو وروسته اوس په افغانستان کي د سولي وخت رارسېدلی دئ، ځکه چي د امریکا ملي ګټي هم افغان سولي سره تړاو لري او افغانان هم سوله غواړي.
پومپیو وویل، چي په کابل کي یې له ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره یې ګټوري خبري کړي او سوله هم د هغوی په لومړیتوبونو کي ده.

پومپیو پر خپل وخت پر افغان ولسمشریزو ټاکنو هم ټینګار وکړ .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چي د روان زېږدیز کال په جنوري کي یې له طالبانو سره د خبرو اترو په ترڅ کي پر څلورو مواردو موافقه سوې وه.

د هغه په وینا، پر لومړیو دوو مواردو، له ترهګرۍ سره مبارزه او د امریکایي ځواکونو وتلو کي پرمختګ سوی، خو پر دې تر موافقې وروسته پر هر اړخیز اوربند او بین الافغاني مذاکراتو باید پرمختګ وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...