دا پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم سفر دئ.
له ارګ څخه یوه خپره سوې
خبرپاڼه وايي، چي ښاغلي غني پرون سه شنبه مازیګر په کابل کي یو شمېر سیاسي او د سیمه ییزو چارو پوهان، د
پوهنتون استادان او خبریالان ورغوښتي وه او له
هغوی سره یې پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر د اهدافو
په اړه خبري وکړې.
په خبرپاڼه کي د ښاغلي غني له خولې ویل سوي، چي پاکستاني چارواکو مخکي هم د سفر بلني ورکړي، خو دا سفر د مشورتي لویي جرګې د استازو په غوښتنه کوي.
ولسمشر غني په ۲۰۱۴م کال کي د افغان ولسمشر په توګه له لوړي څو میاشتي وروسته پاکستان ته سفر کړی وو، خو وروسته د کابل او اسلاماباد اړیکي ترینګلي سوې او ترمنځ یې د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ هم کم سو.
افغان چارواکو تر دي مخکي ویلي، پاکستان ته به د ولسمشر محمد اشرف غني سفر تشریفاتي نه وي، بلکي له پاکستاني چارواکو سره به پکښي پر مسئلو جدي بحثونه شامل وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون