رپوټ: محمد یار مجروح
په افغانستان کي د بشري حقونو کمېسیون د فعالیتونو ۱۷ کاله تیریږي خو زیات شمیر کسان لا هم یاد کمېسیون خپواک نه بولي او وايي چي د بشري حقونو په برخه کي لاس ته راوړنی نه لري.
خو خپله د بشري حقونو کمېسیون مسئولین وايي، لا هم په افغانستان کي دبشري حقونو اداره نوې ده، ځکه خلګ ورته د خپلواک کمېسیون په سترګه نه ګوري.
د کندهار د بشري حقونو سرپرست شمس الدین تنویر به خبره، چي دوی د عدالت له پاره کار کوي او په دغه برخه کي یې موثر او دخلګو د قناعت وړ فعالیتونه کړي.
د یادي لمانځني پر مهال یو شمېر کسانو وویل، چي په ټولنه کي لا هم ډېری کسان بشري حقونو ته درناوی نه لري.
دوی زیاته کړه د بشري حقونو دبشپړ عملي کېدو له پاره باید موثر پروګرامونه جوړ سي او د بشري حقونو سرغړوونکو ته حکومت سزا ورکړي.
د بشري حقونو کمېسیون وايي، چي بشري حقونو ته تر ډېره د جګړې طرفین پام نه کوي او په جګړو کي د عامو کسانو د مرګ ژوبلي ګراپ ورځ تر بلي لوړیږي.
یو شمېر کسان بیا وسلوال، زورواکان او ځیني نوري کړۍ د بشري حقونو اصلي سرغړوونکي بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون