امريکايي ځواکونه وايي چي تيره ورځ یي په افغانستان کي دوه سرتيري وژل سوي دي.
د دغو ځواکونو له خوا په يوه را استول سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا سرتيري يي پرون سه شنبه وژل سوي دي.
خو دغو ځواکونو د پيښي کره ځاى او د څرنګوالي په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي.
دغه سرتيري په داسي حال کي وژل سوي، چي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پرون کابل ته راغلى وو او له افغان چارواکو او امريکايي جنرالانو سره یې وليدل.
نوموړي ويلي چي له طالبانو سره د ځواکونو پر وتلو هيڅ ډول هوکړه نه ده سوې، خو پلان لري چي خپل سرتيري کم کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون