د کندهار په ولسوالیو کي د تنکیو ماشومانو دکرکټ لوبډلي جوړیږي

په کندهار کي د پیوند مدني ټولني له خوا د دې ولایت په ولسوالیو کي د تنکیو ماشومانو لوبډلي جوړيږي، چي تر دې مهاله ئې په ارغنداب او پنجوايي کي جوړي کړي او په راتلونکي کي به يې په دامان، میوند، ژړۍ او ډنډ کي هم جوړي کړي. د کندهار پیوند مدني ټولني مسئول حکمت الله صلحي وايي، چي د دې لوبډلو د جوړولو څخه ئې هدف د کورني کرکټ تقویه کول دي او هغه ځوانان چي استعداد ولري، باید زمینه ورته مساعده سي. دی وايي چي په ولسوالیو کي تنکي ماشومان په بېکاره وخت کي په نشو اخته کیږي، خو که چيري د ورزش زمینه ورته مساعده وي، نو د نشو څخه به را ګرځېدلي وي او په عین وخت کي به د ورزش انګېزه هم خپره سوې وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...