د ننګرهار پر کروندګرو د زعفران او پيازو د وېش لړۍ پيل سو

د پکتيکا د کرهڼي رياست له لوري د مرکز ښرني، يوسف خېلو، يحيى خېلو او مټا خان ولسواليو پر کروندګرو د زعفران پيازو د وېش لړۍ پيل سوه.

د يادي موضوع په اړه نیول سوو مراسمو ته د پکتيکا د کرهڼي رئيس وويل، چي د هر کروندګر له پاره یې پنځه سوه کيلوګرامه د زعفرانو پياز په نظر کي نيولي دي.

د نوموړي په وينا، د همدې مرستو په لړ کي سره له دې چي کروندګرو ته د زعفرانو اصلاح سوي پياز ورکول کيږي، تر څنګ يې وسايل او د حاصلاتو راټولولو زده کړي هم ورکول کيږي.

په دې غونډه کي د مټا خان ولسوالۍ مرسته اخيستونکو کروندګرو وويل، چي د زعفرانو پيازو ته ډېر خوشحاله دي او دا به یوه ښه اقتصادي کړنه وي.

حکومتي چارواکي پر دې باور دي چي زعفران د کوکنارو د کښت تر ټولو ښه بديل کېداى سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...