د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويلي چي د نورو هيوادونو او افغانستان ترمنځ د دهلېزونو پرانيستلو په لړ کي نن د کابل او شارجې هوايي دهلېز هم پرانيستل سو.
د ياد وزارت له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ياد دهلېز په لومړۍ الوتنه کي نن څه باندي ۲ ټنه زردالو او تازه الو شارجې ته ولېږدول سول.
دغه راز په خبرپاڼه کي راغلي چي له دې مخکي د افغانستان، هند، قزاقستان، ترکيې، عربستان او اروپا ترمنځ هوايي دهلېزونه فعاله سوي دي.
د سرچينې معلوماتو پر بنسټ، د هوايي دهلېزونو پرانيستني له پيله تر اوسه څه باندې ۷ زره ټنه توکي د ۶۳۰ الوتنو په ترڅ کي د نړۍ بېلابېلو هيوادونو ته صادر سوي دي.
د ياد وزارت چارواکو د معلوماتو له مخي، د افغانستان او ځينو هيوادونو ترمنځ د هوايي دهلېزونو له پيل څخه وړاندي د افغانستان صادراتو اصلي مسير پاکستان وو؛ خو ډېر ځله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترينګلو اړيکو له امله افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کېدل، نو ځکه دا ستونزه لامل سوه، چي افغان چارواکي له نورو هيوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانيزي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون