رپوټ: محمد یار مجروح
د جون میاشتي شلمه له تیرو اتلسو کلونو څخه په ټوله نړۍ کي د کډوالو د ورځي په نوم لمانځل کیږي، چي په لومړي ځل په کندهار کي هم ولمانځل سوه.
د غیر رسمي شمېرو له مخي نژدې ۵،۶ میلیونه افغانان په نورو هیوادونو کي د کډوالۍ شپې سبا کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چي په ټولنه کي د بې عدالتۍ له کبله ډېری کسانو افغانستان پرې ایښي دئ.
د کندهار د بشري حقونو کمېسیون غړی صاحب زاده نالان ټولنیزه بې عدالتي او غربت هغه لاملونه یادوي، چي د کډوالو شمېر یې زیات کړی دئ.
د یادي لمانځني پر مهال د کندهار ولایت مرستیال آغا لالي دستګیري له کډوالو سوو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چي بیرته خپل هیواد ته راستانه سي او هغوی ته یې د مرستو ډاډ ورکړ.
ده همدارنګه له همسایه هیوادونو څخه وغوښتل، چي د افغان کډوالو د ستونزو په حل کي باید همکاري وکړي.
د ( یو، اېن، اېچ، سي، آر) د شمېرو له مخي له ۲۰۰۲ کال راهیسي ۵،۲ میلیونه کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه سوي دي، چي له دې جملې څخه (۳۳۴۰۰۰) درې کله څلور دېرش زره یې د جنوبي زون اوسېدونکي دي.
د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب وايي، له تیر یوه کال راهیسي دغه ولایت ته د سپين بولدک له لاري څلور زره کډوال راغلي دي.
دی همدارنګه زیاتوي چي هیواد ته د نوو کسانو د راتګ پر مهال هغوی ته د عامه پوهاوي، مرستو او حقونو په اړه پروګرامونه دوام لري.
د کډوالو د ورځي د لمانځني پر مهال یو شمېر هغه کسان، چي تازه خپل هیواد ته راستانه سوي دي وايي، افغان حکومت او نړیوالي ادارې دي په بهر کي د افغان کډوالو ستونزو ته پام زیات کړي.
دوی همدارنګه له مرستندویه ادارو څخه وغوښتل، چي د مرستو پر ځای دي ورته د کار زمینه برابره کړي.
د کډوالو ورځ په افغانستان کي داسي مهال لمانځل کیږي، چي نه یوازي په میلیونونو افغان کډوال په نورو هیوادونو کي د مهاجرت ژوند کوي، بلکي په دې ورستیو کي له پاکستان څخه ډېری بلوڅ په دغه هیواد کي د ځینو ستونزو له کبله افغانستان ته راکډوال سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون