د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې پولیسو هغه پنځه تنه غله نیولي، چي له خلکو څخه یې موټران او موټرسایکلان اخیستل.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارګزی وایي، چي په نیول سوو غلو کي دوه کسان یې د موټرانو غله دي چي په دې وروستیو کي یې یو موټرچلوونکی د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ ته بېولی او هلته یې وژلی وو، وروسته یې د هغه موټر بېولی وو چي تر پلټنو وروسته دغه غله د پولیسو له خوا د غلا سوي موټر سره ونیول سوه.
دی وايي، دغه راز درې تنه هغه کسان دي چي په کندهار ښار او ولسوالیو کي یې له خلکو څخه موټرسایکلان اخیستل او بیا یې په نورو ولایتونو کي خرڅول؛ چي د پولیسو د کشفي معلوماتو پر اساس له څلور عرادې موټرسایکلانو سره نیول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون