د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ سروي له مخي سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کي ۴۲ سلنه زیاتوالی راسي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهره د غنمو له وارداتو مخنیوی کوي.
هغه وايي، په ټوله کي د افغانستان اړتیا څه باندي ۶ میلیونه مټریک ټنه ده، خو سږ کال وړاندوینه سوې چي له پنځه عشاریه یو میلیونه مټریک ټنه غنم به تولید سي، چي دا د پروسږ کال په پرتله ۴۲ سلنه ډېروالی ښیي، چي پر دې اساس افغانستان ځان بسیایني ته نږدې کړی دئ.
د یادوني وړ ده چي په روان کال کي افغانستان کابو شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخي روان کال کي به د غنمو کمښت شااوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي.
دغه راز ټاکل سوې ده، روان کال پر بزګرانو د کیمیاوي سري او اصلاح سوو غنمو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه لوړه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون