رپوټ: نورګل اندړوال
بغلان کي دکرهڼیزو توکو دګټي اخیستني په ملاتړ د هندواڼو دخوړلو کمپاین جوړ سو چي سل تنه زده کړیالانو برخه پکښي اخیستې وه .
دغه کمپاین بغلان کي خصوصي پوهنتون رویان وکړ، چي مسئولین یې هدف له کرهڼیزو محصولاتو ملاتړ او دبزګرو داقتصادي وده بولي.د دې کمپاین برخه وال کسان وايي چي د ګډون یواځنی هدف یې په دې کمپاین کي د بزګرو هڅونه دکرهڼیزو محصولاتو کښت ته ده او د کرهڼي وزارت څخه په کلکه غواړي چي په هیوادکي دي بزګرو سره مرستي وکړي.
دوی پر حکومت نیوکه کوي چي ډېر وختونه په افغانستان کي د
بهرنیو هیوادونو له کرهڼیزو محصولاتو کار اخیستل کیږي او د افغان بزګرو کرهڼیز محصولات د سمو امکاناتو د
نه موجودیت له امله یا له منځه ځي او یا
په نیمه بیه مخکي له دې چي په اساسي ډول پروسس سي، د بزګرانو له خوا خرڅیږي.
له ستونزو او
نیوکو سره سره د افغانستان د کرهڼي وزارت وړاندي
ویلي وه، چي د
کرهڼي وزارت او ملګرو ملتونو د کرهڼي او خوړو ادارې ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چي پربنسټ به یې له دې وروسته افغان کرهڼیز محصولات په ځانګړي نښان نړیوالو بازارونو ته صادر
سي .
مسئولین وايي چي له دې سیسټم دمخه
د نړۍ په بازارونو کي افغان کرهڼیز محصولات د بېلابيلو هيوادونو
په نوم خرڅدل، چي له دې وروسته به د دغه کار
مخه ونیول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون