راپورونه

ښاریان دي دعام المنفعه ځایونو په ساتنه کي همکاري وکړي

رپوټ: محمد یار مجروح د کندهار د ښاروالي مسئولین وايي، ښاریان دي دعام المنفعه ځایونو په ساتنه کي ورسره همکاري وکړي. که څه هم په دې ورستیو کي د کندهار  په ښار کي سرسبزي زیاته سوې خو یو شمېر کسان لا هم نظافت ساتلو ته پام نه کوي. د ښاروالي مسئولین وايي، عام ښاریان دي د تفریح ځایونو او پارکونو ...

Read More »

افغان کډوال په پاکستان کي یو کال نور هم پاته کېدلای سي

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کي د افغان کډوالو د اوسېدلو نیټه د یوه بل کال له پاره غځولې ده. په پاکستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا په یوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د پاکستان د حکومت کابینې دغه نېټه د یوه بل کال له پاره غځولې ده. سرچینې زیاته کړې، ...

Read More »

ولسمشر غني وايي د سولي په ټینګښت کي د پاکستان رول مهم دئ

ولسمشر اشرف غني ویلي، په افغانستان کي د سولي په ټینګښت کي د پاکستان رول ځکه مهم دئ، چي دغه هيواد او طالبان یو پر بل ټینګه تکیه لري. ولسمشر غني دغه څرګندوني پاکستان ته د سفر پر مهال په اسلام اباد کي د ستراتيژیکو څېړنو په مرکز کي د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، خپله په وینا کي کړي ...

Read More »

په سویلي ولایتونو کي ۲۴ وسله وال وژل سوي او ۱۱ نور ټپيان سوي دي

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسئولین وایي، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي په کندهار، زابل، او دایکندي ولایتونو کي ۲۴ تنه وسله وال وژل سوي او ۱۱ نور ژوبل سوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن صادق عيسی وایي، وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د افغان امنیتي ځواکونو په علمیاتو ...

Read More »

افغان لوبغاړی افتاب عالم د ملي لوبډلي څخه و ایستل سو

تازه! د افغانستان تېز بالر او تکړه لوبغاړی افتاب عالم د نړیوال جام د سیالیو له پاره د ملي لوبډلي څخه و ایستل سو او بیرته به افغانستان ته را ستون سي. د افتاب عالم پر ځای به احتیاطي لوبغاړی (سید شېرزاد) په را روانو لوبو کي و لوبیږي. که څه هم افغان کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالي شورا تر ...

Read More »

د زرغونې انا د مقبرې د بیا رغوني کارونه ژر پیلیږي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د تاريخي ابداتو د بیا رغوني چاري له څه مودې راهیسي پیل سوي دي. د اطلاعات او فرهنګ وزارت معين رسول باوري د زرغونې انا د مقبرې څخه د ليدلو پر مهال وويل، ژر به د يادي مقبرې د بیا رغوني چاري پیل سي. دی وايي، د دغه مقبرې د رغولو له پاره يې ...

Read More »

په کندهار کي په لومړي ځل د ښځو له خوا مشورتي بورډ جوړ سو

رپوټ: هوا احساس په کندهار ولایت مقام کي د ښځو د مشورتي بورډ د جوړولو په غونډه کي د د دیرشو په شاوخوا کي ښځي راټولي سوي وې او د ښځو پر ستونزو ئې بحث وکړ. دا مشورتي بورډ د ښځو د ستونزو د راپورته  کولو له پاره د ښځو له خوا د ولایت مقام په همکاري جوړیږي. د دې ...

Read More »

د سولي د خبرو له پاره تر ټولو ښه وخت را رسېدلی دئ

رپوټ: محمد یار مجروح د لوی کندهار قومي او ولسي مشرانو نن یو ځل بیا د یوې غونډي پر  مهال د جنګ له ښکیلو غاړو وغوښتل، چي د سولي د خبرو له پاره تر ټولو ښه وخت دئ او باید دغه موقع له لاسه ورنه کړي. دوی دغونډي پر مهال وویل چي د لوی کندهار قومونه باید اتحاد او اتفاق ...

Read More »

د ولسي جرګې انتخابات یو ځل بیا بې نتیجې پاته سول

د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو په درېیم پړاو کي له دوو مخکښو نوماندانو څخه یوه هم د بریاليتوب رايي و نه ګټلې او ټاکل سوې څلورم ځل ټاکني د درو دورو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ وسي. د کابل د خلګو استازو خان اقا رضايي او خان محمد وردګ، د پروان د خلکو استازي صديق احمد عثماني او په ...

Read More »

ولسمشر غني په دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړی

ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار په دوه ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته رسېدلى دئ. له ارګه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، ولسمشر غني به په دغه سفر کي چي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه کيږي، د سيمه ايز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزيټ، امنيت ...

Read More »