په کندهار کي په لومړي ځل د ښځو له خوا مشورتي بورډ جوړ سو

رپوټ: هوا احساس
په کندهار ولایت مقام کي د ښځو د مشورتي بورډ د جوړولو په غونډه کي د د دیرشو په شاوخوا کي ښځي راټولي سوي وې او د ښځو پر ستونزو ئې بحث وکړ.

دا مشورتي بورډ د ښځو د ستونزو د راپورته  کولو له پاره د ښځو له خوا د ولایت مقام په همکاري جوړیږي.

د دې غونډي پرمهال د کندهار والي حیات الله حیات وویل، د دې مشورتي بورډ هدف دا دئ، چي د ښځو ستونزي تر ولایت مقام پوري ورسیږي ترڅو حل لاري ورته پیدا سي.

د دې مشورتي  بورډ له پاره ۳۲ ښځي وټاکل سوې، چي د ۱۷ ولسوالیو او ۱۵ ناحیو د ښځو ستونزي به تر ولایت مقام پوري رسوي.

دغه مشورتي بورډ به په میاشت کي یو ځل دایريږي، چي د ښځو بېلابیلي ستونزي به څېړي او حل لاري به ورته پیدا کوي.

د دغه بورډ ګډون کوونکي وایي، داسي مشورتي غونډي کولای سي د ښځو ډیري ستونزي حل کړي، ځکه ښځي کولای سي چي خپلي ستونزي په ډاډه زړه شریکي کړي.

دا مشورتي بورډ پر داسي مهال جوړیږي چي په ځینو ادارو کي ښځينه کارکوونکي له خپلو کارونو څخه خوشحاله نه دي او وايي، چي کله نا کله ورته ستونزي جوړیږي.

په کندهار کي نه یوازي د ښځو په کار کي، بلکي په زده کړو او نورو برخو کي هم ګڼي ستونزي لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...