راپورونه

د ټولنیزي بې عدالتۍ له کبله ډېر کسان کډوالۍ ته مجبوره سوي دي

رپوټ: محمد یار مجروح د جون میاشتي شلمه له تیرو اتلسو کلونو څخه په ټوله نړۍ کي د کډوالو د ورځي په نوم لمانځل کیږي، چي په لومړي ځل په کندهار کي هم ولمانځل سوه. د غیر رسمي شمېرو له مخي نژدې ۵،۶ میلیونه افغانان په نورو هیوادونو کي د کډوالۍ شپې سبا کوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ...

Read More »

د کندهار پولیسو پنځه تنه د موټرانو او موټرسایکلانو غله نیولي دي

د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې پولیسو هغه پنځه تنه غله نیولي، چي له خلکو څخه یې موټران او موټرسایکلان اخیستل. د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارګزی وایي، چي په نیول سوو غلو کي دوه کسان یې د موټرانو غله دي چي په دې وروستیو کي یې یو موټرچلوونکی د کندهار ...

Read More »

نوی ښاروال دي هغه نيمګړي پروژې او کارونه چي پاته دي ژر بشپړ کړي

رپوټ: مهتمم صالح کندهار له شاوخوا يو نیم کال راهيسي رسمي ښاروال نه درلودئ، خو اوس د کندهار ښاريان د محمد رفيع حيات ګمارني ته خوشبينه دي او وايي، ښاغلی حيات يو ځوان او د ښاروالۍ په چارو کي یو تجربه لرونکی کس دئ او کولای سي، چي په ښار کي د شهيد حميدي او روښان ولسمل غوندي مثبت تغيرات ...

Read More »

د ننګرهار په هسکه مېنه کي د داعش خراسان مرکز نیول سوی دئ

افغان پوځیانو د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه کي د د (داعش-خراسان مرکز) نیولی دئ. په ګورګورۍ سیمه کي د داعش ډلي مشران اوسېدل، هلته داعشیانو خپله محکمه درلوده او د سرونو د پرې کولو په شمول یې خلګو ته سزاوي ورکولې. خلک وايي، په ګورګورۍ کي د خلکو استوګنځایونه په کنډوالو بدل سوي دي. سیمه ییز ...

Read More »

د ولسي جرګې د رئیس له پاره دوهم ځل انتخابات کیږي

ولسي جرګې له نوو نوماندانو څخه د خپل رئیس ټاکلو له پاره نن په دوهم پړاو کي رای ورکوي. وروسته له څلور ورځني جنجاله، په ‌دې جرګه کي د پرونۍ رايو په نتيجه کي په تېرو انتخاباتو کي یوه ناندریزه رايه باطله اعلان سوه. د ولسي جرګې مؤقت رئیس محمد عالم ساعي د رایي اچوني په پای کي وويل، چي ...

Read More »

په غزني کي د افغاني محصولاتو په کمپاین کي هندواڼې و وېشل سوې

د غزني خلګو د بهرنیو محصولاتو پر ځای کورنیو محصولاتو ته د پام اړوني له پاره پر خلګو هندواڼې ووېشلې. د غزني ښار ته څېرمه د روضې کلي د سلطان محمود غزنوي زیارت په پارک کي د جمعې په ورځ سلګونه کسان د هندواڼو خوړلو له پاره سره راټول سوي وه. دغه هندواڼې د دغه کلي د ځوانانو، قومي مشرانو، ...

Read More »

دکانونو او پيټرولیم وزارت غواړي د کانونو د را ایستلو په قراردادونو کي شفافیت راولي

رپوټ: غلام فاروق رسولي په هرات کي د کانونو د را ایستلو په قراردادونو کي د اصلاحاتو را وستلو او په دې برخه کي د خلکو د ملاتړ لاسته راوړلو له پاره یو کنفرانس جوړ سو. په دې کنفرانس کي چي د کانونو او پیټرولیم وزیری نرګس نهان هم ونډه اخیستې وه، وویل چي د کانونو را ایستلو په قراردادونو ...

Read More »

د روسيې پر ضد په ګُرجیستان کي مظاهره وسوه

د روسیې ضد زرګونه کسانو د ګُرجستان په پلازمېنه تبلیسي کي پرون د درېیمې ورځي په مخ مظاهره وکړه. دوی د ځینو لوړپوړو ګُرجستاني چارواکو استعفاء او له وخت مخکي انتخابات غوښتل. د شنبې ورځې مظاهرې خونړۍ نه وې. دوې ورځي مخکي کله چي د مظاهرو لومړۍ لړۍ پیل سوه، مظاهره‌ چیان له پولیسو سره په نښته سول او د ...

Read More »

امریکا د ایراني وسلو پر سیسټم برید کړی دئ

امریکايي رسنۍ وايي دغه هيواد د ایراني وسلو پر سیسټم وروسته تر هغه برید وکړ چي ولسمشر ټرمپ پر ایران د هوايي برید له هوډه پر شا سو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په وینا، دا برید د ایران له خوا د امریکا بې پيلوټه الوتکي ویشتل او د تېلو د سمندري ټانکرو سوځولو غچ وو، چي امریکا یې پر ایران ...

Read More »

په کندهار کي د شپږو ښوونځیو د څارندویانو سره د مېزونو او چوکیو مرسته وسوه

په ښوونځیو کي د پوره نظم راوستلو په خاطر د فارسا په نوم یوې مؤسیسې په کندهار کي د ښوونځیو له ۱۵۰ څارندویانو سره د مېز او چوکۍ مرسته وکړه. د کندهار د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وايي، د پوهني کیفیت ته ژمن دئ او په دغه ولایت  کي يې نژدې ۷۰۰ څارندویان په ښوونځیو کي د لا ښه نظم ...

Read More »