راپورونه

په هلمند کي د اورښتونو له امله ۱۶ کورونه نړیدلي دي چي له امله يې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

راپور: جواد داوري تیره شپه د لښکرګاه ښار په درې سیمو کي شاوخوا ۱۶ کورونه ونړیدل چي اوس هم احتمال سته چي یوشمیر نورو سیمو کي هم کورونه ونړیږي. د سیمټي په سیمه کي د یو کور نړیدو له امله پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي چي په وژل سویو کي درې ماشومان او دوه لویان وه او ...

Read More »

د کندهار ولایتي اداره وايي، وروستیو اورښتونو ۱۵ سوه کورنیو ته مالي زیانونه اړولي دي

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د دوو ورځو پرلپسو اورښتونو له امله ۱۵۷۵ کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي اوهمدغه راز يې تر دېرش ډیر کسان وژلي او زخمیان کړي دي. د مالي او ځاني زیانونو دغه شمېري لا هم دقیقي ندي. کندهار ته له نورو ولایتونو څخه راغلی کډوال وايي، اورښتونو يې کورونه ورخراب کړي او د شپې ...

Read More »

د اروزګان اوسیدونکي: د روان حالت څخه د وتلو لپاره په لاریونونو لاس پوري کوو

راپور: اجمل وصال د روزګان ولایتي شورا کي مدني فعالین، ځوانان او د ولایتي شورا استازي راټول سوي، ترڅو له رسنیو سره خبرو کي د سته حالت په تړاو خپل ږغ اوچت کړي. نیوکي داوي، چي د تیرو درییو کلونو راهیسي دغه ولایت  د یو زندان په څیر سوی او ټولو سیمو ته د تګ راتګ لپاره لویې لاري د ...

Read More »

په زابل کي د دریو پرلپسي ورځو اورښتونو له امله خلګو ته ګڼ مالي زیانونه رسیدلي

راپور ددې ولایت اوسیدونکي وايي، چي اورښتونه یې کورونه نړولي اوسیلابونه یې زراعتي مځکي دمنځه وړي. دوی تمه لري چي دولت ورسره مرستي وکړي. دولایتي شورا هم دزیانونو د تائید ترڅنګ وايي د ځینو ولسوالیو لاري هم بندي سوي دي. د زابل په مرکز کلات او ولسوالیو کي د دریو ورځو پرلپسي اورښتونو له امله د دې ولایت د یوشمیر ...

Read More »

په کندهار کي وروستیو اورښتونو ۸ کسه مړه کړي او۱۴ نور ټپيان دي

راپور: محمد یار مجروح د جمعې ورځي له دریو بجو راهیسي بیا د شنبې تر ورځې د غرمې تر ۱۲ بجو پوري پرلپسو اورښتونو په کندهار کي دمالي تاوانانو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي. د کندهار د روغتیا مسؤلین وايي،د ورستیو اورښتونو له امله په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۸ کسه مړه سوي او ۱۴ نور ټپيان ...

Read More »

د کرهڼي مسؤلین وايي، په کندهار کي د اورښتونو کچه ۲۲۰ ملي متره ته لوړه سوې ده

راپور: محمد یار مجروح کندهار د یو اباد کال لپاره شاوخوا ۲۰۰ ملۍ اورښت ته اړتیا لري چي پرله پسې اورښتونو پکښي د کروندګرو د آباد کال هیلي راټوکولي دي. مسؤلین وايي، سږ کال د کندهار په هغه ولسوالیو کي د اورښتونو کچه لوړه ده چي تېر کال وچکالۍ زیاتي ځپلې وې. دا په کندهار کي په تیرو ۱۵ کلونو ...

Read More »

د روزګان ـ کندهار لویه لاره یوځل بیا د مسافرو پرمخ تړل سوې ده

راپور: اجمل وصال د روزګان او کندهار ترمنځ د لویي لاري مسافر او موټر چلوونکي وایي، دغه لویه لاره د سه شنبي ورځي راهیسي یوځل بیا ددوی پرمخ تړل سوې او د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي. دغه ۷۵ کیلومتره لویه لاره د تیرو څه باندو دوکلونو راهیسي زیاته ناامنه سوې او د سر په سودا باندي تګ راتګ ...

Read More »

په کندهار کي قومي مشرانو، علما‌ء او ځوانانو د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ

راپور: مهتمم صالح په کندهار کي د قومي مشرانو، علماء، ځوانانو او مدني فعالانو لخوا د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاينغونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، امنیتي ځواکونه د خلکو اولادونه دي او د همدې خلکو لپاره یې قربانۍ ورکړي دي چي هیڅ لکه به د خلکو هیري نه سي. ...

Read More »

د هلمند پانکه والو له حکومت څخه شکایت کوي چي کاري چاپیریال يې نه دی ورته مساعد کړی

راپور: جواد داوري په لښکرګاه کي شاوخوا ۲۵ خصوصي او دوه دولتي فابریکې فعالیت کوي خو د حکومت د نه پاملرني له امله يې کارونه له ستونزو سره مخ دي. ددې فابریکو مسٔولین وايي د استوګني په کورونو کي يې ماشین الات ځای پرځای کړي دي. شاوخوا کورونه يې د ماشینونو د ږغ سره په تکلیف دي او همدارنګه د ...

Read More »

په هلمند کي وروستیو اورښتونو له امله کرنیزي مځکي او کورونه د سیلاب اوبو وړي دي

راپور: جواد داوري د طبعي پیښو سره د مبارزي ریاست چارواکي وايي د لومړنیو مالومات له مخي شاوخوا ۵۰۰ جریبه مځکه او تر سل ډیر کورونه د باران او سیلاب اوبو زیانمن کړي دي. د سیمي اوسیدونکي وايي له خپلو کورونو بې ځایه سوي دي خو دولت هم تراوسه مرسته نه ده ورسره کړي. داچي په دې اخرو کي د ...

Read More »