راپور: اجمل وصال
د روزګان او کندهار ترمنځ د لویي لاري مسافر او موټر چلوونکي وایي، دغه لویه لاره د سه شنبي ورځي راهیسي یوځل بیا ددوی پرمخ تړل سوې او د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
دغه ۷۵ کیلومتره لویه لاره د تیرو څه باندو دوکلونو راهیسي زیاته ناامنه سوې او د سر په سودا باندي تګ راتګ کیږي.
د روزګان کندهار لویې لارې مسافر او موټر چلوونکي وایي، د سه شنبي ورځي راهیسي پر دې لارې د هغوی تګ راتګ بند سوی دی.
موټر چلوونکي وایي، دوی ته پر دغه لاري د امنیتې ځواکونو او طالبانو لخوا دوه بیلابیل اخطار لیکونه رالیږل سوي، چي تګ راتګ ودروي.
دوی وایی، طالبانو ترې غوښتي چي د کټه سنګ پر لارې تګ راتګ وکړي، خو امنیتي ځواکونو بیا تري غوښتي چي د چنار پر لاري تګ راتګ وکړي.
مسافرین بیا نه یوازي د لاري پر سر سته امنیتي وضعیت اندیښمن کړي، بلکي وایي، د لاري خرابوالی او نوري ستونزي ددې لامل سوي، چي هغوی ته د سر په زیان تماسي.
امنیتي مسٔوولین تردې مهاله د روزګان ـ کندهار ترمنځ د لویي لاري پر سره د تازه رامنځته سوي ستونزي په اړه څه نه دي ویلي.
معلومه نه ده چي دغه لویه لاره به څه وخت بښپړ امن او پري د تګ راتګ زمینه برابره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون